Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیدالشهدا ښوونځي برید؛ امنیت شورا: عاملان دې محکمې ته وکاږل شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید د یوې اعلامیې له خپرولو سره غندي او د دغه برید له بزدلانه او بې رحمانه بللو سره، محکمې ته د هغه د عاملانو د کاږلو غوښتونکي شول.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د قربانیانو د کورنۍ او افغان دولت په غم کې ځان په ژوره توګه شریک ګڼي او هیله لري چې د دغې پېښې ټپیان ډېر ژر روغ شي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي دي چې دغه شورا د تاوتریخوالي د لوړې کچې او د افغانستان امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله په جدي توګه اندېښمن دي.

د تاوتریخوالي د پای او د ولسي وګړو د خوندیتوب دوامداره هڅې هغه موردونه دي چې د امنیت شورا په خپلې اعلامیه کې پرې ټینګار کړی دی.

دغه اعلامیه د ښوونې پر حق، سولې او امنیت ته د لاسرسي په برخه کې د هغه پر ونډې له ټينګار سره ویلي دي چې په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونو او پر زده کوونکو د هغه د پام وړ اغېزو په هکله اندېښمن دي.

د دغې شورا غړو زیاته کړې ده چې ترهګري په هره بڼه او شکل کې، د سولې او امنیت په وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

هغوی ټينګار کړی چې د دغو بریدونو عاملان، پلانوونکو او مالي ملاتړي باید د عدالت مېز ته وکاږل شي.

د امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د خپلو مسوولیتونو په مطابق او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو اړوندو تګلارو پر بنسټ، د افغانستان له دولت او نورو اړوندو بنسټونو سره لازمې همکارۍ وکړو.

د دغې اعلامیې په پای کې راغلي دي چې د امنیت شورا هر ډول ترهګریز اقدام، له دې پرته چې په کومه موخه، په کوم ځای او کوم وخت کې د چا له خوا شوی دی، یو جرمي کړنه ګڼي.

دا اعلامیه په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا صادرېږي چې د شنبې په ورځ (د غوايي په ۱۸مه) د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا ښوونځي د دروازې په مخ کې د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال چاودنه وکړه چې له هغې وروسته دوه نور ماینونه چې ځای پر ځای شوي وو هم چاودنه وکړه او د دغو چاودنو په پایله کې څه باندې ۸۰ زده کوونکې وژل شوې دي او ۱۵۰ تنه نورې ټپيانې شوې دي. 

شریک یي کړئ