Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د روژې میاشت کې ۲۵۵ ولسي وګړي وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روژې له لومړۍ ورځې راهیسې طالبانو ۱۵ ځانمرګي او لسګونه نور بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې له ۲۵۵ ډېر ملکیان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې با خبره سرچینې وايي چې د نورو میاشتو پرتله په روژه کې تاوتریخوالی ډېر شوی.

د روژې په لومړۍ ورځ د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په جګړه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور یې ټپیان شوي وو.

ولسشر اشرف غني په دې هکله وویل:«له ټولو امنیتي ځواکونو مننه کوم چې هغوی د څه باندې ۸۰۰ پېښو مخنیوی کړی دی او څه باندې ۸۰۰ ترهګر یې نیولي دي او د هغوی محاکمه دوام لري او قانون به تطبیق شي.»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم څرګنده کړه:«دا غږ پورته شو چې هڅه وکړئ حیلمي ووژل شي، هغه د دې لپاره چې حق یې وویل خو په پاکستان کې یو جومات کې دغه وژنې ونه غندل شوې. له دې امله پوهېږئ چې د پېښې او دسیسې عمق چېرته دی.»

له امنیتي سرچینو طلوع نیوز ته په رارسېدلو معلوماتو کې د تېرې میاشتې پر تله په روژه میاشت کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۲۹ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د لوګر په مرکز او د هرات په فارسي ولسوالۍ کې د شویو موټر بمونو او په کابل کې د سیدالشهدا پر ښوونځي د درېیو چاودونو له امله اوښتې ده.

د کورنیو چارو کمېسیون رییس خان آغا رضایي څرګندوي:«د روژې په مبارکه میاشت کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره زیاته وه او اړتیا وه چې د جګړې لوري په ځانګړې توګه طالب ډلې اوربند منلی وای.»

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې ۱۵ ځانمرګي بریدونه کړي او ۲۰۰ ماینونو ته یې چاودنه ورکړې او له امله یې څه باندې ۲۵۰ ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبان بیا دغه څرګندونې ردوي.

له دې ټولو سره سره، د اختر په ورځو کې ۳ ورځني اوربند ته خلک هیله مند دي او د دغه اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

طالبانو لا تر اوسه د اوربند د غځولو په اړه د خلکو دغې غوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.

طالبان بیا د حکومت هغه ادعاوې ناسمې بولي، چې ګنې د ملکیانو د تلفاتو د ډېرې برخې مسوول دوی دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه