Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کارټر: د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د طالبانو جګړه توجیه نه لري

د بریټانیا لوی درستیز طلوع نیوز سره یوه ځانګړې مرکه کې وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان جهاد په نوم د جګړې دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري. 

دغه لوړپوړی برېټانیوی چارواکی زیاتوي، چې طالبان اوس د افغانانو پر وړاندې جنګېږي او اړتیا ده چې له دې کاره لاس واخلي.

د برېټانیې لوی درستیز نیکلاس پاټریک کارټر په دې هکله وویل:«واقعیت دا دی چې، دغه وتل، د امریکا او ناټو د نظامي حضور د ستراتیژیک تحول ښکارندویه ده او اوس دا پرېکړه شوې ده. مهمه دا ده چې پوه شو، طالبان د جهاد لپاره بل هېڅ دلیل نه لري. دم ګړۍ د افغانانو پر وړاندې جنګېږي. دا په سولې بهیر کې پر نورو د فشار یوه وسیله ده او ښايي د دغې جګړې د پای امکان هم برابر کړي.»

بلخوا په کابل کې د برېټانیا سفیره الېسون بلیک هم په دې هکله وايي:«موږ د افغان ځواکونو له لوري د امنیت له ساتنې ملاتړ کوو. د افغانانو خوندي ساتل د حکومت مسوولیت دی؛ خو موږ هغه ډاډ چې ورکولی یې شو، ورکوو یې. ښه ده چې، جنرال کارټر هم دلته دی؛ له جمهوریت، افغان ځواکونو او ولسه ملاتړ به که هغه د اقتصادي او پراختیايي مرستو او که له سیاسي لارو چارو وي، دوام وکړي.» 

د برېټانیې دغه لوړ پوړی پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوی درستیز سره کابل ته راغلی دی.

له دې سره سم، یو شمېر شنوونکي وايي، داسې ښکاري چې، کابل ته د دغو دوو لوړ پوړو پوځیانو راتګ به د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې نوې امنیتي موافقې لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره د لنډن د هڅو یوه برخه وي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي:«په دغه تګ راتګ کې کوم بنسټيز او عمده بدلونه نه وینم، دا تګ راتګ معمولي دی چې پاکستانیانو تل کړی دی، د دې لپاره چې د نړۍ سیاسي فشار له ځانه کم کړي او وښيي چې هغوی د سولې د ټينګښت او د مذاکراتو د پيل لپاره په بریا سره ګامونه پورته کوي، کوم بنسټيز بدلون ه نه وي.»

له دې سره سم، زلمي خلیلزاد له یوې المانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې نه ګټه اخیستل د پاکستان د مشروع ګټو یوه برخه ده.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې، واشنګټن له لندن سره له نږدې کار کوي؛ څو د کابل او اسلام اباد تر منځ امنیتي همکارۍ لاپسې پراخې شي.

جنرال کارټر د افغان افسرانو لپاره د روزنې په برخه کې د خپل هېواد له هڅو خبر ورکوي او وايي چې، ځینې افسران اوس هم په بریټانیا کې پر زده کړو بوخت دي او په راتلونکې کې به هم دغه بهیر دوام وکړي.

هغه زیاتوي:«په ټینګار سره وايم چې، دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان پر دې پوهېږي چې، یوه لویه ګډه ستونزه لري او هغه هم ترهګري ده او هڅې کوي چې، هغه له منځه یوسي. نړۍواله ټولنه له دې کاره ملاتړ کوي.»
 
د برېټانیا لوی درستیز له ولسمشر غني او د پاکستان له لوی درستیز سره ښه پېژندګلوي لري. نوموړي هغه مهال چې، ولسمشر غني له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد مسوول وو، په افغانستان کې کار کاوه.
 
کارټر لا تر اوسه د افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د څو غونډو د جوړولو په برخو کې د منځګړي په توګه کار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه