Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ په درې چاودنو کې نهه تنه وژل شوي

د اختر او د درې ورځني اوربند په لومړۍ ورځ، په کندهار او کندوز ولایتونو کې په درې چاودنو کې نهه تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې ماین چاودنو اوه ولسي وګړي وژلي او درې تنه نور یې ټپيان کړي دي؛ خو د کندوز په ښار کې ماین چاودنې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژلي او ۱۴ تنه نور یې ټپيان کړي چې ډېری یې ماشومان دي.

په کندوز ښار کې د اختر لمانځه له ادا کولو یوازې یو ساعت وروسته رامنځته شوه.

د کندوز یو اوسېدونکی وايي:«له دې وروسته چې پېښه رامنځته شوه، امنیتي ځواکونه ۴۰ دقیقې وروسته سیمې ته راورسېدل؛ دا په داسې حال کې ده چې د پولیس امنیه قومندانۍ د سیمې ځای ته سل مټره واټن لري.»

په دې چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته واوښته.

د کندوز بل اوسېدونکي هم وویل:«مسلمان پر بل مسلمان داسې ظلم نه کوي. موږ په بې وزلۍ او دربدرۍ کې ماشوم راغټ کړو خو قرباني کېږي. که چېرې مسلمان وي یو ماشوم دې وضعیت ته نه رسوي.»

د کندوز د حوزه يي روغتون مسوولین د دغې پېښې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه بولي.
 
د کندوز د حوزوي روغتون ډاکټر فهیم حسین‌زاده وايي:«له بدغه مرغه نن د چاودنې له امله ۱۶ تنه مړه او ټپيان روغتون ته راوړل شوي دي.»

له دې سره سم، د کندهار په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې په دوو جلاجلا ماین چاودنو کې ۷ ولسي کسان مړه شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزی څرګندوي:«نن سهار نهه نیمې بچې په پنجوايي ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر یوه ټکسي موټر ماین چاودنه وکړه. چاودنه د طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.»

طالبانو او حکومت د اختر په درې ورځو کې په داسې حال کې اوربند اعلان کړی چې، له اختر مخکې د کابل، کندهار، هلمند، هرات او بلخ په ګډون د هېواد په څه باندې لسو ولایتونو کې سختې جګړې روانې وې

حکومت او طالبانو په داسې حال کې د اختر درې ورځې اروبند اعلان کړی دی چې په څو ووروستیو اوونیو کې له اختر مخکې د هېواد لس ولایتونه د جاودنو او جګړو شاهد وو.

شریک یي کړئ