Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو ته د دوستم او نور ګواښ: که سوله ونه کړئ خلک به بسیج شي

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم او د ښاغلي نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي مشر عطامحمد نور، طالبانو ته ګواښ کوي که چېرې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه وا نه خلي، خلک به د دغې ډلې په وړاندې بسیج یعنې جګړې ته چمتو شي.

ښاغلي دوستم او ښاغلي نور چې نن پنجشنې په شبرغان او مزارشریف کې د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته، وینا کوله، له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
 
مارشال دوستم په دې هکله وویل:«مسلمان یوو. یو د بل په وړاندې جګړه ونه کړو. که چېرې جګړه وکړو باید په متحده توګه د هغو هېوادونو په وړاندې وجنګېږو چې زمو خاورې ته یې سترګې پټې کړې دي.»

عطامحمد نور هم څرګندوي:«که چېرې بسیج رامنځته شو - واقعي بسیج - زه د دغو زرګونو تنو په حضور کې چې دلته دي، غږ کوم او قول ورکوم چې د طالبانو تر کنټرول لاندې پنځوس سلنه سیمې - په هغه صورت کې چې جګړه وشي او زه دعا کوم چې جګړه ونه شي - د سترګو په رپ کې نیسو.»

خو دغه پخوانی جهادي قومندان بیا پر دې باور دی چې، د سیاسي مشرانو تر منځ اختلافونه او په وینا یې د ارګ انحصاري چلن د دې لامل شوي چې، د سولې خبرې ډېرې اوږدې شي.

د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد رییس جمعه‌خان همدرد وايي:«شپږ میاشتې کېږي چې د سولې مذاکرات ځنډول شوې دي. نن او سبا ته پرېښودل کېږي. موږ څو طرحې لرو. که چېرې موږ د حکومت په محور کې یوه واحده طرحه ولرو، د دوو میاشتو په لړ کې سولې ته رسېږو.»

دغه سیاسي مشران پر دې باوري دي چې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره سم، د سولې ټينګښت لپاره ښه موکه ترلاسه شوې او طالبانو ته نه ښايي چې، دغه تاریخي فرصت ضایع کړي. 

مارشال عبدالرشید دوستم د جوزجان په مرکز کې د اختر له لمانځه وروسته له طالبانو وغوښتل چې، له جګړې لاس واخلي.

شریک یي کړئ