Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبان دوحه کې جدي مذاکراتو ته چمتو دي'

طالبان مني چې په راتلونکو ورځو کې، په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره جدي مذاکراتو ته چمتو دي.

بل خوا سرچینې وایي، طالبان به د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي، خو غواړي چې د مذاکراتو اصلي نتیجه په دوحه کې ترلاسه شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی هم ډاډه دی، چې له طالبانو سره به دوحه کې مذاکرات دوام وکړي.

د اختر د دویمې ورځې له غرمې وروسته د جمهوریت او طالبانو پلاویو له یوې اوږدې وقفې وروسته له یوبل سره وکتل. 
                   
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وايي:«فکر کوم چې دا د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره لار پرانیزي چې طالبان به ګډون وکړي، خو د غونډې اجنډا د جمهوريت له پلاوي سره په همغږۍ جوړه شي؛ نه دا چې د امریکا پر اجنډا بحث وکړي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په دې باور دی چې په دوحه او استانبول دواړو کې به هڅې د سولې مذاکراتو د نتیجې له ورکولو سره مرسته وکړي؛ خو په دغو مذاکراتو کې د طالبانو نیت مهم دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي څرګندوي:«غونډه هغه وخت معنا پيدا کوي چې ګډون هم د پرېکړه کوونکو په کچه وي او هم د سولې لپاره نیت وي.»

بل خوا په دوحه کې د طالبانو د پلاوي په استازیتوب یو پلاوی چې مشري یې شیخ عبدالحکیم حقاني کوي، له تېرو شلو ورځو راهیسې په پاکستان کې دی او په استانبول کنفرانس کې د ګډون او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په هکله د دې ډلې له مشرتابه سره د سلا مشورو په حال کې دی.
                   
د سولې د عالي شورا پخوانی مرستیال محمد امین وقاد وویل:«پاکستان کولای شی چې ونډه ولري ترڅو دوی وهڅوي چې مذاکرې ته راستانه شي.»

د دوحې مذاکرات له افغانستان د امریکایي ځواکونو د بشپړو وتلو لپاره د امریکا د نوې نېټې له اعلان وروسته د طالبانو له لوري درول شوې وو.

شریک یي کړئ