یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست حیات الله حیات ساتونکو، د ملي اردو درې تنه سرتېري ټپیان کړي.
دغه پېښه د اختر په دویمې شپې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نثاراحمد غوریاني په مېلمستون کې هغه وخت وشوه چې د ښاغلی حیات ساتونکو دغلته د ملي اردو له سرتېرو سره لانجه وکړه او وروسته یې پر هغوی ډزې وکړي او ویې ډبول.
دا پېښه د هرات ولایت اوسېدونکو له جدي غبرګون سره مخ شوې ده او دا کار د قانون ته سپکاوی او زور ویل ګڼي.
د هرات اوسېدونکی شمس الرحمان احمدزی وايي:«سرتېري شپه او ورځ خلکو ته خدمت کوي چې په ارامۍ کې ژوند وکړي. که چېرې سم وزیر یې راشه او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه وکړه.»
د هرات امنیتي او ځایي چاروايي په رسمي توګه د دې پېښې په هکله د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. خو د حکومت یوې باوري سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې د حیات الله حیات د ساتونکو د ډزو او د هغوی د وهلو ډبولو له امله د ملي اردو درې سرتېري سخت ژوبل شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري څرګندوي:«د ملي پوځ د سرتېرو په وړاندې د وزیر صاحب د ساتونکو غبرګون ناسم وو. د وزیر صاحب له خوا باید د وهل ټکولو امر نه وی شوی.»
د نظامي چارو ځينې کارپوهان د ملي اردو پر سرتېرو د حیات الله حیات د ساتونکو برید د شرم وړ ګڼي او له حیات الله حیات نه غواړي چې هغه سرتېري د قانون منګولو ته وسپاري چې ډزې یې کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد نعیم غیور وايي:«تر ډېره غیرمسلکي، مُلکي او هغه کسان چې په پوځي اصولو او موازینو نه پوهېږي په داسې پستونو کې ګومارل کېږي چې تل قانون نقض کوي.»
د کورنیو چارو وزارت په دې رابطه له خبرو ډډه وکړه. د کورنیو چارو وزارت سرپرست له درېیو ورځو راهیسې د هېواد د لوېدیځ زون د امنیتي وضعیت پر جاج اخیستنې بوخت دی.