افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، کېدای شي طالبان تاوتریخوالی ډېر کړي.
سکاټ مېلر وایي، طالبانو د یو څو ولایتونو په مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی، خو دی وایي، تر هغوی چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وي، د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
بل خوا یوه سرچینه وایي، د اوو زرو طالب بندیانو د ازادولو په هکله پرمختګونه شوي او په پام کې ده، چې طالبان به له امریکایي لوري سره، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله یوه غونډه وکړي.
ښاغلي مېلر د دغې پوښتنې په ځواب کې چې، آیا امریکا د افغانستان په ماموریت کې ناکامه شوې؟ داسې وايي:«زه فکر کوم هغه ډول چې موږ ګورو، تاریخ به دغه کیسه وليکي! هغه موخې چې موږ ټاکلې وې زه فکر کوم چې، ارزول شوې دي. زما په باور، موږ به واقعاً دې ته اړتیا ولرو چې، هغو مسایلو ته یو وارې وګورو چې، موږ نه دي کړي او یا هم نه مو دي غوښتي چې ترسره یې کړو. قطعاً ځينې بریاوې د لارې په اوږدو کې وې؛ خو زه فکر کوم چې تاریخ به دغه قضاوت وکړي.»
د جګړې کمېدل او یا هم ډېرېد نیغ په نیغه د سولې پر خبرو اغېز لري؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینې د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې له پرمختګ سره د سولې بهیر بریا ته هیله من دي.
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې هکله وايي:«ستره هیله شته چې د طالب بندیان به ازاد شي او بله دا چې طالبان او بهرنیان به د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله سره یوې نوې هوکړې ته ورسېږي.»
افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کول په سولې خبرو کې د هوکړو پر څرنګوالي پورې تړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند محمد امیري څرګندوي:«لکه څرنګه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، تمه کېږي چې د استانبول غونډه د اختر له ورځو وروسته جوړه شي - هغه غونډه چې تراوسه یې د جوړېدو نېټه روښانه نه ده او طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دغه ډله غواړي د افغان سولې بهیر په هکله وروستۍ پرېکړې په دوحه کې ونیول شي نه په استانبول کې.»