د ملي روغې جوړې د عالي شورا یو مرستیال وايي، لا هم د حکومت او سیاسي مشرانو تر منځ د دولت د عالي شورا د جوړښت او مسوولیتونو په اړه خبرې روانې دي.
اسدالله سعادتي زیاتوي، ځینې ګوندونه او سیاسي مشران غواړي د دولت عالي شورا د سیاسي، امنیتي او بهرنیو اړیکو په اړه یوه پیاوړې او پرېکړه کوونکې شورا واوسي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي چې سیاستوال او اغېزناک ګوندونه تر اوسه د دولت د عالي شورا د ترکیب او د لویو ملي مسایلو په هکله ددې شورا د رول په هکله موافقې ته نه دي رسېدلي:«څو موضوعګانې دي چې باید حل شي. نه شم کولای ووایوو چې اختلاف شتون لري؛ لومړی باید د شورا د غړو شمېر حل شي چې څومره غړي ولري چې اغېزناک وي. تر یوه بریده جامع وي. د دغې شورا دوه سترې دندې باید څرګندې وي؛ دا چې مشورتي وي یا پرېکړه کوونکې! دا هم باید څرګنده شي ځکه چې ټول سیاسي اړخونه غواړي چې دا باید پرېکړه کوونکې وي د تصویر اخیستو لپاره نه وي.»
د ملي روغې د عالي شورا دغه چارواکی هېواد له سخت وضعیت سره مخ ګڼي او ټينګار کوي چې که دغه شورا جوړه نه شي هېواد به له جدي ستونزو سره مخ شي.
ښاغلی سعادتي زیاتوي:«دولت باید ظرفیتونه وارزوي چې په کومو سیمو او سیاسي محور او کوم جهادي او قومي محور کولای شي چې له حکومت سره په نږدې تعامل کې له هېواده او ملت د دفاع لپاره ګټور پرېوځي. هغوی ته باید چانس ورکړل شي. د هغوی ملاتړ باید وشي او شورا باید دغه کارونه وکړي. که چېرې دغه شورا دا کار ونه کړي په همدې بڼه لېرې والی دوام ولري او په سلیقه يي توګه پرکسانو فشار راوړل شي او لېرې کړل شي. او پر خلکو تعاملاتو او ځواک او نورو کسان تحمیل شيو، نور خدای مه کړه وروسته داسې ونه شي چې موږ له دنننه سست شوو او ستونزې له دنننه راووځي.»
اخوا ځيني سیاسي ګوندونه د عالي شورا د مسوولیتونو د څرنګوالي په تړاو له ولسمشر سره د خپلو نظرونو د اختلاف خبره کوي.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي:«د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو او د ښاغلي غني سیاسي کړونو ته په پام سره، هره شورا چې د اوسني حکومت په مشرۍ رامنځته شي ډېری سیاستوال او ملي شخصیتونه به هغه ونه مني او په هغه کې به ګډون ونه کړي.»
بل خوا د افغان ښځو شبکه او د سولې لپاره د ښځو ایتلاف په یوه پرانستي لیک کې د هېواد له سیاسي او ګوندي مشرانو غواړي چې خپل اختلافونه یوې خواته پږېږدي او د جمهوریت د نظام ،د سولې د خبرو او د هېوادوالو د حقونو د ساتنې په برخو کې د سیاسي اجماع لپاره سره یو موټي شي او له پټو معاملو لاس واخلي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې هکله وايي:«د دولت عالي شورا د جوړېدو په هکله بحثونه دوام لري. دغه شورا به د هېواد له زعامت سره به په مهمو ماسیلو کې لازمې مشورې شریکې کړي.»
ولسمشر په تېره یوه میاشت کې د دولت د عالي شورا د جوړېدو لپاره له یو شمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره خبرې کړې دي. سرچینې وایي چې تر اوسه د دغې شورا په ترکیب کې د څلورو ښځو په ګډون د ۱۸ اغېزناکو څېرو له غړیتوب سره موافقه شوې ده.