Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ۲ میاشتو وروسته لاهم د کورنیو چارو نوماند وزیر نه دی معرفي شوی

له دوو میاشتو ډېره موده کېږي، چې د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه شوی خو تر اوسه پورې دغه وزارت ته نوماند وزیر نه دی معرفي شوی.

که څه هم ولسمشر حیات الله حیات د سرپرست په توګه ګومارلی؛ خو د ولسمشر او عبدالله عبدالله د توافق په اساس دغه وزارت د عبدالله برخه ده.

په داسې حال کې چې خلک دغه وضعیت د هېواد په ګټه نه بولي، ارګ او د عبدالله عبدالله لوری چمتو نه دي، چې د کورنیو چارو وزرات برخلیک په تړاو څه ووايي.

د ولسي جرګې غړی شاه‌وزیر تره‌خېل وايي:«تاسې چې د یوې سرپرستۍ موضوع نه شی حلولای، د افغانستان خلک به له تاسو څه تمه ولري چې تاسې به د افغانستان لپاره بل کوم ګل اوبه کړئ؟ څه کولای شوئ؟»

د کابل یو شمېر اوسېدونکی د هېواد په بیلابیلو برخو کې د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او غوښتنه یې دا ده چې پر دغه وضعیت د غور لپاره دې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه برخلیک څرګند شي.
 
د تېر کال د کب میاشتې په وروستیو ورځو کې ولسمشر، مسعود اندرابي له کورنیو چارو وزارت نه لېرې کړ او حیات الله حیات یې د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې له مخې د کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په ونډه کې دی.

نوموړي تر دې وړاندې د مسعود اندرابي د لېرې کېدو پر وړاندې غبرګون ښودلی و، خو ظاهراً لا څرګنده نه ده چې په دې هکله او کورنیو چارو وزارت ته یې د ځان له لوري د بل نوماند وزیر د معرفۍ په برخه کې له ولسمشرسره خبرو څه نه نتیجه لرلې ده.

شریک یي کړئ