Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیمې اوسېدونکي: جګړې د مهترلام او پلخمري ښار څنډو ته رسېدلې دي

 له لغمان او بغلانه رارسېدلي رپوټونه وایي، چې د دواړو ولایتونو د ځینو ولسوالیو سیمې، طالبانو ولکه کړې دي. د دوی په وینا، جګړه د دواړو ولایتونو مرکزونو څنډو ته رسېدلې ده. 

د لغمان او بغلان خلک وایي، که دغو ولایتونو کې ناکراریو ته حل لار پیدا نه شي، د طالبانو فعالیتونه به پراخ شي.

د دولت شاه ولسوالۍ د مرکز له سقوط وروسته، اوس جګړه الیشنګ ولسوالۍ او د  مهترلام ښار تر څنډو رسېدلې ده.

که څه هم  لغمان ته د لوی درستیز او نورو امنتیي چارواکو د سفر خبر ورکړل شوی دی، خو امنیتي سرچینې وایي چې د پوځ ځواکونو د شنبې په شپه له کومې نښتې پرته د لغمان د مرکز په ګنجون سیمه کې یو پوځي مرکز او دوه امنیتي پوستې پرېښې دي او یو شمېر پوځيان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
 
د لغمان اوسېدونکی صاحب نور قادري وویل:«جګړه د مهترلام ښار په دوه سوه مټرۍ کې ده او تراوسه موږ د مرکزي حکومت له خوا د لغمان د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره کوم پروګرام نه دی لیدل.»

د مشرانو جرګې غړې ګل مرۍ لغمانۍ هم څرګندوي:«نن له غرمې وروسته په میداني سیمه کې پوستې سقوط وکړ او له درې ورځو کلابندۍ وروسته دغې پوستې سقوط کړی دی.»
 
بغلان هم له جګړو لېرې پاتې نه دی. اوس مهال د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو او د پلخمري ښار په ځینو برخو کې جګړه روانه ده.
                        
د ولسي جرګې غړی نسیم مدبر په دې هکله وویل:«هڅه کوي چې په مرکزي بغلان کې د دولت او مخالفینو ترمنځ یو اوربند رامنځته کړي. په حقیقت کې که چېرې یوځل بیا مرکزي حکومت یا محلي حکومت دا طرحه مرکزي حکومت ته ورکړي، یوه ناورین رامنځته کېږي.»

د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې اوس مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د ولایتونو د ځینو مرکزونو په ګډون په شاوخوا شلو ولایتونو کې روانې دي. خو تر اوسه د لوګر د څرخ، د بغلان د  ‌برکې، د لغمان د دولت شاه او د میدان وردګو د نرخ او  جلریز ولسوالیو د بېرته نیولو عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.
                 
د پوځي چارو شنونکی سیدمقدم امین وايي:«د افغانستان په امنیتي سکټور کې یو منظم، مثبت او افغان شموله پلان نه لیدل کېږي. خورې جګړې د دې لامل کېږي چې د جګړې کرښې د دښمن په ګټه پرېوځي.»
             
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«د وضعیت د ښه والي لپاره په دغو سیمو کې عملاً د امنیتي او دفاعي ارګانونو منظم پوځي پلان شتون لري. زموږ د عملیاتو په پایله کې په هرو څلرویشتو ساعتونو کې دښمن ته مرګ ژوبله اړول کېږي، خو موږ خپل عملیات په بشپړ دقت سره ترسره کوو چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.»   

له بدخشانه رارسېدلی خبر وایي چې پر درایم ولسوالۍ د طالبانو په برید کې شپږ دولتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. اخوا په پروان کې بیا د یوه دیني عالم په ګډون دوه تنه ترور شوي دي.

 د پروان د ولایتي شورا رییس امین الله شکوري وايي:«دښمن په کمین کې دی او هڅه کوي چې د خلکو امنیت خراب کړي. خپلې هدفی وژنې یې پیل کړې دي.»

په داسې حال کې چې طالبان او دولت یو بل ته د مرګ ژویلې د اړولو ادعا کوي، خو په هېواد کې د جګړې زور اخیستو خلک اندېښمن کړي دي.

 تېرو ۲۴ ساعتونو کې، لسو ولایتونو کې نږدې جګړې لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکيان او نظامیان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان کړي دي.

شریک یي کړئ