ملي دفاع وزارت نن دوشنبې (د غبرګولي په ۳مه) اعلان کړی چې په بغلان ولایت کې د ګومانډو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د طالبانو له یوې بندخونې ۸ پوځيان ازاد کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عملیات تېره شپه د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ به عمرخېل کلي کې شوي وو.
ورته مهال، یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د دغو عملیاتو په لړ کې، دوه امنیتي سرتېري وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
خو دفاع وزارت د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو او د بندیانو د ازادولو په هکله څه نه دي ویلي.