Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لغمان کې د عملیاتو پیل؛ لاهم جګړه د مهترلام ښار څنډو کې روانه ده

په لغمان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیل سربېره، جګړه لاهم د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار او د الیشنګ او الینګار ولسوالیو په څنډو کې دوام لري.
 
د لغمان ځينې اوسېدونکي او ولایتي شورا وايي چې د مرکزي حکومت بې پامي د دې لامل شوی دی چې جګړه مهترلام ته ورسېږي او څو دولتي پوستې له کومې نښتې پرته یو پر بل پسې د طالبانو لاس ته ورشي.

د مهترلام اوسېدونکی عبدالله وايي:«په لغمان ولایت وضعیت د تېر په څېر دی، زیات بدلون نه دی راغلی او اوس هم طالبان له کمبربندونو تېر شوي دي.»

د لغمان د ولايت شورا غړي ګلزار سنګروال هم وویل:«حتا په مهترلام ښار کې د الیشنګ او الینګار په اوږدو کې هم ځینې پوستو سقوط کړی دی.»

دفاع وزارت تېره ورځ په لغمان کې د له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو له پیلولو خبر ورکړ؛ خو لا هم د مهترلام ښار په څنډو او همداراز الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی بسم الله افغان څرګنده کړه:«که چېرې وضعیت داسې روان وي، ټول ولایتونه د لغمان له برخلیک سره مخامخ کېږي؛ ولې رهبري سمه نه ده.»

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم وايي:«هغه عملیات چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لرلي دي؛ د هغه په پایله کې په مهترلام او د لغمان په ولسوالیو کې ډېرې سیمې پاکې شوې دي.»

د بغلان، هلمند، کندوز، تخار، بدخشان، کندهار، میدان وردګ او لوګر ولایتونو په ځینو سیمو کې لا هم د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

په دې نښتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ نظامیان او ملکیان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د بغلان اوسېدونکي ظریف ظریف وویل:«په بغلان کې موجود چارواکي تر ټولو بې کفایته هغه دي او هېڅ کله نه دي توانېدلي چې بغلان کې یو ښه وضعیت مدیریت کړي.»

د ولسي جرګې غړی ضیایفتلي زیاتوي:«هر ډول شاتګ که هغه تکتیکي وي او که غیر تکتیکي د اندېښموونکی دی. د دې لپاره چې موږ باید ډېره ځمکه له لاسه ورنه کړو او یا طالبانو ته ورنه کړو.»

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په روانو جګړو کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلې له اوښتې سربېره زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

طالبانو د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته، پر الیشنګ او الینګار ولسوالیو او تر هغې وروسته پر مهترلام ښار هم بریدونه کړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه