Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پروان چارواکي وایي د طالبانو کمین کې څلور کسان ټپیان شوي

پرون یک‌شنبه، د شینوارو ولسوالۍ "درازګرد" سیمه کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي.

د پرون امنیه قوماندان عبدالرووف ارزوګاني نن (دوشنبه د غبرګولي په ۱۰ مه نېټه) وویل، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو په کمین اوښتي او د طالبانو په ډزو دوه تنه نظامیان او دوه کسه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلی اروزګانی وایي، دا پېښه پرون یک‌شنبه، د شینوارو په ولسوالۍ کې هغه مهال شوې، چې افغان ځواکونه د طالبانو په کمین برابر شول.

د پروان امنیه قوماندان دا هم وایي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د پولیسو دوه موټرې هم تخریب شوې دي.

بل‌‌خوا طالبانو یوه ویډېو خپره کړې او ادعا یې کړې، چې د دوی په کمین کې دوه تنه افغان سرتېري وژل شوي او دوه رنجر موټرې تخریب شوې دي.

این رویداد روز گذشته در منطقۀ دراز‌گرد ولسوالی شینواری این ولایت هنگامی رخ داد که طالبان بر نیروهای امنیتی تیری اندازی کردند.

شریک یي کړئ