Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېټانیوي پوځیانو زرګونه افغان همکاران برېټانیا ته بوول کېږي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، د هغوی افغان همکاران له امنیتي اړخه اندېښمن دي.

د سکاي‌نیوز خبري شبکې، نن (دوشنبه د غبرګولي په ۱۰ مه) داسې رپوټ خپور کړی، چې برېټانیا هغه زرګونه افغانان برېټانیا ته غواړي چې برېټانیوي پوځیانو سره یې افغانستان کې کار کړی دی.

د رپوټ پر بنسټ، په دغو زرګونه افغانانو کې زیات، د برېټانیوي پوځيانو ژباړونکي وو، چې کلونه یې دا دنده مخ‌ته وړې ده او د همدې دندې له‌کبله، دوی او کورنۍ یې ګواښل شوي دي.

رپوټ کې لیکل شوي، دا افغان ژباړونکي، د ۲۰۱۴ کال راهیسې، هغه مهال چې بريټانیوي ځواکونه په هلمند کې مېشت وو، د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، په دې مانا چې ښایي طالبان ترې غچ واخلي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به، د دوی اندېښتې زیاتې شي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ چټکېدو او د سپټمبر تر ۱۱ مې د دې بهیر بشپړېدو رپوټونو، د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران سخت اندېښمن کړي دي.

د برېټاینیا د دفاع وزیر بن والاس ویلي، د دوی د هغو افغان همکارانو او د کورنیو شمېر یې، درې زرو ته رسېږي، چې برېټانیا ته غوښتل کېږي.

ښاغلي والاس وویل: "له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو وتلو سره، ګواښونه ډېر شوي او لا ډېرېږي، چې دې ګواښونو کې د طالبانو بریدونه هم شامل دي. "

د برېټانیا د دفاع وزیر دا هم ویلي: " برېټانیا به د خپلو ځواکونو افغان همکاران خوندي کړي او دوی هغه کسان دي، چې کلونه یې د برېټانیا له ځواکونو او دولت سره همکاري کړې ده. هغوی اوس ځانونه په خطر کې ویني او موږ به یې لاسنیوی وکړو. "

د برېټانیا د پوځ کومو سرتېرو چې افغانستان کې یې ماموریت درلود او افغان ژباړونکو سره یې په ګډه کار کړی، برېټانیا ته د دې ژباړونکو د رسېدو هڅې کوي.

تر دې وړاندې، د فرانسوي ځواکونو افغان همکاران چې ژباړونکي هم په‌کې وو، کابل کې راټول شوي وو او ویل یې، چې امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او د فرانسې حکومت دې یې د کډوالۍ غوښتنې ومني.

هغوی ویل، د سپټمبر میاشتې رانږدې کېدو سره، د دوی اندېښنې زیاتېږي.

بل‌خوا، د کاناډایي پوځیانو افغان همکاران هم، کابل کې د کاناډا کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او د کاناډا پر حکومت او ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې د دوی د پناه‌غوښتننې منلو کې مرسته ورسره وکړي.

دغو کسانو ویلي وو، چې په ځلونو د مرګ ګواښونه ورته شوي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یې ژوند ګران شي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې په زرګونه افغانانو بهرنیو ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی، چې کره شمېر یې نه‌دی معلوم.

ډېرو هغو کسانو چې بهرنیانو سره یې کړی، وایي، بهرنیانو سره د کار کولو له‌کبله، بېلابېلو ډلو ګواښلي دي.

ځینو بهرنیو هېوادونو چې تېرو شلو کلونو کې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې فعالیت درلود، خپلو افغان همکارانو ته یې، بهر ته د کډوالۍ اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې له ګواښونو خوندي وي.

په دغو زرګونه افغانانو کې زیات، د برېټانیوي پوځيانو ژباړونکي وو، چې کلونه یې دا دنده مخ‌ته وړې ده او د همدې دندې له‌کبله، دوی او کورنۍ یې ګواښل شوي دي.

شریک یي کړئ