د افغانستان روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لهکبله ۳۰ تنه مړه شوي او ۱،۵۶۶ نور پرې اخته شوي.
روغتیا وزارت نن (دوشنبه، د غبرګولي په ۱۰ مه) رسنیو ته استولو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۵،۰۳۲ کسانو د کورونا معاینې کړې دي، چې لهمنځه یې ۱،۵۶۶ مثبت دي.
دا راز، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۸۱ کسانو د کورونا معاینې منفي شوي او اوس روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، تېره یوه شپه او ورځ کې، ۱،۵۶۶ کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او ۳۰ تنه مړه شوي دي.
دا مثبتې پېښې په کوم ولایتونو کې دي؟
کابل کې ۴۸۲
بلخ کې ۱۴۴
کندهار کې ۱۵۱
هرات کې ۲۲
ننګرهار کې ۴۷
تخار کې ۵۴
بغلان کې ۷
کندوز کې ۶۶
فاریاب کې ۱۳
نیمروز کې ۱۰۳
پروان کې ۱۹۹
هلمند کې ۱۴
پکتیا کې ۴
میدان وردګ کې ۳۱
بدخشان کې ۱۹
لغمان کې ۹
کاپیسا کې ۵۳
بامیان کې ۸
غزني کې ۲۰
دایکندي کې ۶
پنجشېر کې ۳۴
بادغېس کې ۱
زابل کې ۲
غور کې ۹
اروزګان کې ۳
سرپل کې ۲۹
پکتیکا کې ۸
او جوزجان کې ۲۰ تنه په کورونا اخته شوي.
په همدې حال کې د کورونا لهکبله مړه شوي کسان، په کابل کې ۱۹، بلخ کې ۲، ننګرهار کې ۲، بغلان کې ۱، هلمند کې ۱، میدان وردګ کې ۱، لوګر کې ۱، غزني کې ۲ او جوزجان ۱ کس دی.
رسنیو ته استولو معلوماتو کې روغتیا وزارت دا هم لیکلي، چې په ټول کې افغانستان کې د ۷۳،۲۵۶ کسانو د کورونا معاینې مثبت شوې دي، چې لهمنځه یې ۵۷،۶۳۰ تنه روغ شوي او ۱۲،۹۷۴ لا هم کورونا دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دولتي لابراتوارونو کې د ۴۷۴،۱۳۲ کسانو د کورونا معاینې شوې دي.
نړۍ کې لا هم د کورونا سرخوږی شته، د امریکا د جانهاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، ټوله نړۍ کې ۳ میلیونه ۵۴۱ زره او ۸۸۱ کسان کورونا مړه کړي دي او ۱۷۰ میلیونه، ۳۷۷ زره او ۳۴۵ کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.