Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: د سولې غونډې دې دننه په افغانستان کې وشي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریته غواړي چې د سولې غونډې دننه په افغانستان کې جوړې کړي.

پخواني ولسمشر چې نن د «سولې همفکرۍ» په غونډه کې کابل کې وینا کوله، ټينګار وکړ چې د امریکا د سولې هڅې پایله نه ده ورکړې او د سولې بهیر باید د بهرنیانو له پروژې بهر او په یوه ملي بهیر بدل شي.

ښاغلي کرزي په دې هکله زیاته کړه:«د افغانستان د پېښې دواړه لوري چې د یو بل په مقابل کې ولاړ شوي یوو - د طالبانو اسلامي تحریک او جمهوریت - دنده لري چې دغه بهیر زموږ خپل نوښت له لارې خپل کړو او وګورئ چې په یوه میاشت کې بریالي کېږو.»

پخواني ولسمشر همدارنګه څرګنده کړه:«په خپله خاوره کې جوړ کړو. خدای دې وکړي چې د طالبانو اسلامي تحریک او زموږ حکومت راشي ووايي بامیان ته ولاړ شو هلته هم ښه هوټل لرو؛ او هم ښه هوا لرو.»

په دې غونډه کې سیاستوال د طالبانو جګړه غوښتنه، د سیاسي اجماع نشتوالی، په ارګ کې د واک انحصار او د حکومت ناسم سیاستونه له ځنډ سره د سولې بهیر د مخ کېدو له اصلي لاملونو ګڼي او د پایلو په تړاو یې خبرداری ورکوي.

د افغانستان د نجات حرکت ګوند مشر محمد عمر زاخېلوال وویل:«نظام یعنې د درې تنو یوه ټولګه! ایا دا به دفاع ارزي؟»

پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم څرګندوي:«د سولې ترټولو ستر خنډ هغه ځواکونه دي چې جګړه بله وي.»

د دې غونډې ګډونوال وایي چې د حکومت له لوري د ژمنو ماتېدل د حکومت پر کړنو د خلکو د بې باورۍ سبب شوی دی.
 
دیني عالم عبدالسلام عابد وايي:«داسې یوځای ماته وښیئ چې دغه حکومت وفا کړي وي! په یوه ژمنه ماتوونکي بې اعتباره او ناباوره حکومت کې، غواړئ څوک چا ته وپېزنئ؟»

 خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت اوس اوس ویلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی سبا قطر ته ځي.

ښاغلی کرزی د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو له ډلې غواړي چې د سولې بهیر افغاني کړي او د سولې غونډې په هېواد کې دننه وکړي.

شریک یي کړئ