د ملي پوځ ځواکونه وايي چې نن ماښام (دوشنبې د غبرګولي په ۱۰مه) یو موټر بم د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته څېرمه چاودنه وکړه.
د دغو چارواکو په وینا د دغې چاودنې موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ وه.
سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې د مرکزي بغلان د امنیه قومندان په ګډون ځينې امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته بریدګرو په ډزو پیل وکړ او د امنیه قومندانۍ ودانۍ انګړ ته ننوتلي دي.
دغه سرچینې وايي چې دغې پېښې د مرکزي بغلان امنیه قومندانۍ ته نږدې کورونو ته زیان رسولی دی.
له دې ټول سره سره، د ملي پوځ ځواکونه وايي چې ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
بغلان ولایت په درې وروستیو اوونیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې نښتې شاهد دی.
په دې اړه مو اندونه