Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران د سمندري ځواک یوه کښتۍ کې اورلګېدنه

ایران کې د فارس خبري‌اژانس، د ایران د پوځ د سمندري ځواک د خبرپاڼې په حواله، نن (چهارشنبه، د غبرګولي په ۱۲ مه) داسې رپوټ خپور کړی، چې فارس‌خلیج کې، د ایران سمندري ځواکونو یوه کښتۍ کې اور لګېدلی، خو کښتۍ کې موجود ټول کسان خوندي وتلې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دې کښتۍ چې د ایران "جاسک" بندر ته نږدې د عمان خلیج کې اور اخېستی، د اور د مړه کولو چاره یې لا هم روانه ده.

د ایران د سمندري ځواک خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغې کښتۍ د یوه روزنیز ماموریت پر مهال اور اخېستی دی.

دې کښتۍ کې د اورلګېدنې لامل لا تراوسه نه‌دی معلوم، خو په تړاو یې څېړنې روانې دي.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال، اپریل میاشتې کې هم، ایران، په سره بحیره کې د دوی د "ساویز" په نامه، د یوې کښتۍ د نښه کېدو رپوټ خپور کړی و، چې وروسته بیا رسنیو خپلو رپوټونو کې موندلي وو، چې دا پېښه د کښتۍ ضد ماین چاودنې وه.

د ایران پر "ساویز" کښتۍ دغه برید، د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې څخه تراوسه، د اسراییلو او ایران له‌خوا د یو بل پر باروړونکو کښتیو وروستی برید و. 

ایران او اسراییل تل پر یو بل تور لګوي، چې باروړونکي کښتیو باندې یې بریدونه کوي.

تېر کال هم، د نظامي تمرین پر مهال د ایران یوه جنګي کښتۍ په تېروتنه، بلکې کښتۍ ووېشتله، چې نتیجه کې یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د عمان خلیج یو حساس ځای دی، چې  "هُرمُز" تنګي سره نښلول شوی او له همدې لارې، د نړۍ ټولو هېوادونو ته د رسونکو تېلو له پینځو برخو، یوه یې تېرېږدي.

ایران هر وخت، د عمان خلیج کې پوځي تمرینونه ترسره کوي.

شریک یي کړئ