د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، د غبرګولي په ۱۲مه) وویل، جلال اباد ښار کې د امنیتي ځواکونو پر موټرو چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی زیاتوي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې، د جلال اباد ښار، د څلورمې حوزې اړوند بارګینو سیمه کې، د " ۰۲ قطعې" پر تېرېدونکو موټرو شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند وایي، د نظامیانو د مرګژوبلې په هکله معلومات ورسره نهشته.
د طالبانو په ګډون، تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نهدی منلی.