Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر درې ولسوالیو د طالبانو ډله ییزو بریدونو کې ۲۷ سرتېري وژل شوي

د بلخ پر بلخ، د فاریاب پر قیصار او د غور پر شهرک ولسوالیو د طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې ۲۷ دولتي سرتیري وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون څه باندې ۴۰ نور ټپيان دي.

له دې سره سم، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي د طالبانو له لوري د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د ودانۍ له نیول کېدو خبر ورکوي.

له بل لوري، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په اوو ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ پوځیان او ۱۵ ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

په هېواد کې د تاوتریخوالي په لړ کې د ۵۸ تنو د وژل کېدو او د نژدې ۶۰ تنو نورو د ټپي کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

له دې منځه د بلخ ولسوالۍ پر ودانۍ له موټر بم برید نه په کار اخیستو د طالبانو په یرغلیز برید کې د دوو دولتي سرتېرو د وژل کېدو او شاوخوا ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
      
د پېښې شاهد محمد داد وايي:«ډوډۍ مو خوړله یوه نمړۍ ډوډۍ مې خوړلې وه چې غږ راغی نور خبر نه یم چې څه وشول، چې راویښ شوم په روغتون کې وم.»
           
د پېښې شاهد خدا داد هم وویل:«ډېر تر خښتو لاندې نه شو ځانونه مو راویستل. قومندان په بشپړه توګه له منځه تللی و.»

بل خوا طالبانو د شنبې په شپه د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مرکز ونیو. ځايي سرچینې وایي چې د فاریاب پر قیصار او دولت آباد ولسوالیو د طالبانو په بریدونو کې د قیصار د امنیه قومندان په ګډون ۲۱ دولتي سرتېري وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
  
د ولسي جرګې غړې شفیقه سخا یولچي وايي:«هغوی ته هېڅ مرسته ونه رسېده، نه وسله، نه مهمات او نه هم مرستندویه کسان.»
                   
د ولسي جرګې غړی بابر جمال هم زیاتوي:«هغه ولسوالۍ چې په کلابندۍ کې دي او یوازې د ولسوالیو ودانۍ او امنیه قومندانۍ د حکومت په ولکه کې دي، په څه مانا چې دا تاسې ساتئ، د خلکو د بچیانو د وژولو لپاره یې تاسې خوندي ساتئ.»

د غور په شهرک ولسوالۍ کې د عامه نظم د ځواکونو پر یوه مرکز، د زابل په کلات ښارکې، د بادغیس په آب کمري او د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۰ دولتي سرتېري وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې غړی ضیا یفتلي وايي:«له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، ښايي ځينو ولسي او دفاعي ځواکونو خپله روحیه له لاسه ورکړې وي.»

ملي دفاع وزارت د دولتي ځواکونو  په بریدونو کې د ۱۶۷ طالبانو د وژل کېدو او د ۵۹ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
          
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره چې له دې مخکې د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په پار دښمن ولکه کړې وې، له نورو بنسټونو سره په همغږۍ ځينې پروګرامونه، او تکتیکي پلانونه د عملي کېدو په حال کې دي.»

بل خوا د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د یوه ماین په چادونه کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او د پکتیا په مرکز کې بیا په ورته چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.
 
خو ملي دفاع وزارت بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې ۱۷۰ طالبانو له وژل کېدو او شاوخوا ۶۰ نورو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه