Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ژباړونکو ته د طالبانو ډاډ

داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، زرګونه افغان ژباړونکي او د بهرنیو ځواکونو نور همکاران، خپلو ځانونو ته موجودو ګواښونو په هکله اندېښنې لري، طالبانو نن (دوشنبه د غبرګولي په ۱۷ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه افغانان کولی شي، عادي ژوند وکړي او د طالبانو له اړخه ورته کوم ګواښ نه‌شته.

د طالبانو اعلامیه کې لیکل شوي: «اسلامي امارت هغوی سره کار نه‌لري او هغوی کولی شي خپل عادي ژوند وکړي. که هغوی د کومې برخې متخصصین وي خپل هېواد ته دې خدمت وکړي. زموږ له اړخه ورته کوم ګواښ نه‌شته.»

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، هغو افغانانو چې بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، نه دې ډارېږي او خپل هېواد کې دې عادي ژوند وکړي.

د طالبانو خبرپاڼه کې زیاته شوې:«که هغوی د خطر موضوع پلمه کوي او په دې پلمه ځانونه بهر ته ایستل غواړي نو دا د هغوی خپله ستونزه ده.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن نږدې دوه میاشتې وړاندې (اپریل میاشت کې) اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دا هغه پرېکړه ده، چې ورسره له سیاسي اړخه د افغانستان راتلونکې په هکله اندېښنې راولاړې شوې دي.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړې پسې، لسګونه هغه افغانان له امنیتي اړخه اندېښمن شوي، چې تېرو شلو کلونو کې یې بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی.

په دغو افغانانو کې چې د بهرنیو ځواکونو پخواني ژباړونکي او نور پخواني همکاران دي، وایي د سپټمبر ۱۱ مې نه وروسته به د دوی ژوند خطر کې وي.

دوی ویلي، بیا - بیا ورته له دې کبله ګواښونه شوي، چې ولې یې بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی؟

په دې منځ کې د کاناډايي ځواکونو پخواني ژباړونکي او همکاران څو ورځې وړاندې، په کابل کې راټول شوي وو او د کاناډا پر حکومت او ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د دوی د پناه‌غوښتنې منلو کې ورسره مرسته وکړي.

دغو افغانانو ویل، بیا – بیا ورته له دې کبله ګواښونه شوي چې ولې یې بهرنیانو سره کار کړی دی.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې په زرګونه افغانانو بېلابېلو برخو کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی چې دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

د بهرنیو ځواکونو پخواني افغان ژباړونکي او همکاران وایي، بېلابېلو ډلو ورته ګواښونه کړي دي.

بهرنیو ځواکونو سره د کار په موده کې لسګونه افغانان وژل شوي او په سلګونه ژوبل شوي دي.

دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی، چې دوی به شاوخوا ۱۸ زره افغان ژباړونکو او د هغوی کورنیو ته د کډوالۍ ځانګړې وېزې برابرې کړي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د امریکایي ځواکونو ماموریت کې ونډه درلوده.

شریک یي کړئ