Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پارلمان د ټرانسپورټ وزیر استیضاح کړ

د ولسي جرګې غړو د ټرانسپورټ وزیر د نفتي توکو د ټانکرونو د سوځېدو او ناقانونه ګومارنو په تړاو استیضاح کړ.

د ولسي جرګې ځینې غړي د ترانسپورټ وزیر کړنې ناقانونه ګڼي؛ خو ځينې نور بیا وايي چې د کابینې د وزیرانو په استیضاح کې باید سلیقه يي او قومي چلن ونه شي.

په هرات، فراه او کابل کې د تېلو د ټانکرونو او باروړونکو موټرونو سوځېدل، ناقانونه ګومارنې او دا راز د ولسي جرګې د غړو له پرله پسې غوښتنو سره سره دې جرګې ته د ټرانسپورټ د وزیر نه راتګ د دې سبب شو چې جرګه د ټرانسپورټ وزیر استیضاح کړي.
                   
 د ولسي جرګې غړی عباس ابراهیم زاده وايي:«هره څوکۍ پلورل کېږي، جوړ جاړی کېږي. حتا دننه د ټرانسپورټ وزارت کې بدماشي کېږي. تراوسه یې په وزارت کې څو تنه وهلي ډبولي دي.»
                                 
 د ولسي جرګې بل غړی  خالد اسد هم زیاتوي:«دوه زره موټر سوځېدول شوي دي! د کوم وکیل موټر نه دی سوځېدلی او که چېرې سوځېدلي وای! تاسو به لیدلی وای چې دا دوه زره موټر وسوځېدل، د لسګونو کورنیو ډوډۍ واخیستل شوه.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ټرانسپورټ د وزیر پر وړاندې د ولسي جرګې چلند سیلقه يي ګڼي.
                          
 د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش څرګندوي:«هغه وزارتونه چې به ځلونه په اختلاس تورن شوي دي، په داسې حال کې چې دغه وزارت تورن شوی نه دی، څه د دې لامل شوي دي چې دا وزیر استیضاح شي؟»

د ولسي جرګې غړی خان آغا رضايي هم وايي:«موږ ستونزه نه لرو که د ټرانسپورټ وزیر د قانون پر خلاف کړنه کړې وي، د مجلس درناوی یې نه وي کړی او وکیل یې بې عزته کړی وي، موږ ستاسو تر څنګ یوو، خو وکیل صاحبانو هیله ده سلیقه يي چلن مه کوئ.»

د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي پرځان لګول شوي تورونه ردوي او وایي چې له مالیې وزارت سره د هوکړې پر بنسټ دغه وزارت د نفتي توکو او باروړونکو موټرونو په درولو کې کوم رول نه لري:«زموږ عواید د ټرانسپورټ وزارت د سیسټم له طریقه راغونډېږي. موږ ته واضیح اخطار راغلی چې د ټرانسپورټ وزارت مامورین د درېدو، پوښتنې او د باروړونکو موټرو د درېدو حق نه لري.»

بالاخره د ولسي جرګې د نصاب د نه بشپړېدو او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د اختلافونو له امله د ټرانسپورټ د وزیر د استېضاح غونډه له نتېجې پرته پای ته ورسېده.

پارلمان د ټرانسپورټ وزیر استیضاح کړ

د ولسي جرګې د نصاب د نه بشپړېدو او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د اختلافونو له امله د ټرانسپورټ د وزیر د استېضاح غونډه له نتېجې پرته پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ