Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلي او قضايي بنسټونه:پر فساد تورن استازي دې ځواب ویلو ته حاضر شي

عدلي او قضايي بنسټونو له ملي شورا غوښتي چې، پر زور واکۍ او فساد تورن وکیلان د ځواب ورکړې لپاره دغو بنسټونو ته معرفي کړي.

له دې منځه د ولسي جرګې مشر د لوګر د خلکو پر استازي شاپور حسن زوی نیوکه کوي او وايي چې، هغه د قانون تر پښو لاندې کولو په برخه کې د عدلي او قضايي بنسټونو څوو پرله پسې مکتوبونو ته لا تر اوسه هم ځواب نه دی ویلی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي چې د استازو دغو کارونو د ولسي جرګې حیثیت له پوښتنې سره مخ کړی دی:«د کوتو په شمار د څو تنو استازو ناقانونه کړنو په هکله د ملت پر کور نیوکه کېږي. زه نوم نه اخلم له هغو وکیلانو هیله کوم چې عدلي او قضايي بنسټونه دې تشریف راوړي او پر دوی لګېدلي تورنه دي حل کړي.»

موده مخکې د مالیې وزارت سرپرست چې ولسي جرګې ته رابلل شوی و وویل چې د هېواد په ګمرکونو کې په مېلیونونه ډالر حیف ومیل کېږي او ځينې استازي هم په فساد کې ښکېل دي. هغه ژمنه کړې وه چې د دغو استازو نومونه به افشا کړي؛ خو تروسه دا کار نه دی شوی.

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړو د قانون ماتوونکو استازو د نومونو د افشا کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس په دې هکله وايي:«وکیل صاحب شاه پوره! له عدلي او قضايي بنسټونو په لسګونه مکتوبونه راغلي دي چې دا کس زورواکی دی، اختطاف چی دی، ناقانونه پیسې لېږدوي او نامسووله وسله وال لري. په بیړه مکتوبونه ستاسو په واک کې درکوو چې ولاړ شي او خپلې دوسیې حل کړي.»

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهید فرید وايي:«ولې اجازه ورکوئ چې تالار اخلال شي، او یو کس تالار یرغمل کړي، که چېرې دا کس دوام ورکوي. باید د کورنۍ دندې اصول باید تطبیق شي او دا کس له تالار څخه وایستل شي.»

خو شاپور حسن زوی پر ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي:«که چېرې د غصب پر هکله دویم مکتبوب دې پیدا کړ، زه له مجلسه استعفا ورکوم! که نه، ریییس صاحبه! تاسې ولې په دروغو ادعا کوئ، لازمه نه ده چې یو رییس دا ډول دروغ ووايي. که چېرې ته واقعاً له مجلسه نماینده ګي کوئ، د اختطاف په هکله دویم او درېیم مکتوب ماته وښیه.»

د حکومت پر چارو څارونکي بنسټونه وایي چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې او ناقانونه کړنو په چارو کې جدي چلن نه کوي او د فساد ګڼې دوسیې چې باید څېړل شوې وای نه دي څېړل شوې.

د حکومت پر کړنو څارونکي بنسټونه وايي چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې او ناقانونه کړنو په وړاندې جدي کار نه دی کړی.

شریک یي کړئ