Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جوبایډن ملي‌امنیت سلاکار د امریکا او پاکستان پوځي خبرو پخلی وکړ

د امریکا د ولسمشر د ملي‌امنیت سلاکار، جیک سولیوان، پرون (دوشنبه د غبرګولي په ۱۷ مه) د دې پخلی وکړ، چې امریکا له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او ډېپلوماټيکي کچه خبرې کړي، چې داسې ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو لپاره داسې مرکز نه‌ جوړېږي، چې پر امریکا برید ترې وشي. خو ښاغلي سالیون په دې هکله نور جزییات نه دي ویلي.

د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار دا خبرې پرون یوه خبري کفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې ایا امریکا په پاکستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ترسره کولو په ظرفیت سره، د کومې اډې جوړولو ته علاقه لري؟

ښالي سولیوان ویلي: «موږ له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او ډېپلوماټیکي کچه، د امریکا د راتلونکې ظرفیت په اړه خبرې کړي، چې ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان به بیا هېڅکله، د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره داسې ځای نه‌ګرځي، چې ترې په امریکا برید وکړای شي.»

هغه زیاته کړې: «خو دا چې د څرګندو شرایطو له مخې به دا څنګه ښکاري، نو دا مساله به هغو شخصي چینلونو کې پاتې شي له کومو چې موږ کار وو.»

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز رپوټ خپور کړی و، چې د امریکا استخبارات د استخباراتي معلوماتو او ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره لارې لټوي.

د نیویارک ټایمز رپوټ کې راغلي وو چې د سي اې ای کارپوهانو د طالبانو د مخ په زیاتېدونکي ګواښ خبرداری ورکړی دی.

رپوټ کې ډېر پام پر پاکستان ټول و. رپوټ کې راغلي و:«سي ای اې کلونه د پاکستان لوېدیځو غرونو کې یوه اډه لرله او له هغه ځایه یې د بې‌پیلوټه الوتکې بریدونه کول. خو په ۲۰۱۱ کال کې چې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې نو ورسره دا اډه هم ختمه شوه. اوس چې نو په هر ډول معامله کار کېږي، نو دا به د پاکستان حکومت ته خواشینوونکی حقیقت وي، ځکه چې د اوږدې مودې راهیسې له طالبانو ملاتړ کوي.»

پاکستاني چارواکو هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې پاکستان لیواله ده چې امریکا دې د پاکستان په خاوره کې داسې اډې جوړې کړې، چې افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ظرفیت په‌کې وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي، د مې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د پاکستان په مشرانو جرګه کې، د پاکستان په خاوره کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتو لپاره د اډې جوړولو د موضوع احتمال رد کړ.

د امریکا غږ د رپوټ پر بنسټ، ښاغلي قریشي د پاکستان مشرانو جرګه کې ویلي: «اجازه راکړئ، چې دا کور او د پاکستان خلک دې شاهدان وي، چې د عمران خان په مشرۍ حکومت کې به پاکستان کې یوه امریکایي اډه هم جوړه نه‌شي. تېر هېر کړئ.»

جیک سولیوان وایي، امریکا له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او ډېپلوماټيکي کچه ګټورې خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ