Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د ماین‌پاکۍ یوې موسسې د لسو کارکوونکو وژنه

امنیتي سرچینو نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۱۹ مه نېټه) ویلي، وسله‌والو کسانو، بېګاه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې، د "هلوټرسټ" د ماین‌پاکۍ موسسې پر دفتر برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، د وسله‌والو په ډزو ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینو زیاته کړې، دا پېښه د مرکزي‌بغلان ولسوالۍ، شیخ‌جلال کلي کې، هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسله‌والو، د ماین پاکۍ د دغې موسسې پر دفتر برید وکړ.

د پېښې وژل شوي او ټپیان، د بغلان مرکز پلخمري کې، دولتي روغتون ته رسول شوي.

طالبان وایي، دا د دوی کار نه‌دی.

تراوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دا پېښه د مرکزي‌بغلان ولسوالۍ، شیخ‌جلال کلي کې، هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسله‌والو، د ماین پاکۍ یوې موسسې پر دفتر برید وکړ.

شریک یي کړئ