Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایدن: امریکا به افغانستان کې د ترهګرۍ په ګواښ سترګې پټې نه‌کړي

د امریکا ولسمشر د سه‌شنبې په ورځ، د امریکا د کانګرس ځينو کمیټو ته د افغانستان په هکله یو لیک استولی.

په لیک کې راغلي، هغسې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، موږ به په افغانستان کې د ترهګرۍ په ګواښ سترګې پټې نه کړو.

بايډن ویلي:«د امریکا متحده ایالتونه به سیمه کې، ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې وړتیا برابره کړي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ راپیدا کېدو مخنیوی وشي.»

بایډن زیاته کړې:«موږ به طالبان او د افغانستان حکومت ځواب‌ویونکي وګڼو چې امریکا سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې شي، داسې چې د افغانستان له خاورې به امریکا او متحدانو ته یې د ترهګرۍ ګواښ نه وي. موږ به پر خپله ملي تګلاره غور وکړو، په داسې شکل چې، هر ځای چې د ترهګرۍ ګواښ وي، له منځه به یې وړو.»

بایډن په دې لیک کې ویلي، چې امریکا او ملګرو یې په تېرو څو لسیزو کې سلګونه زره افغان پوځیان روزلي دي.

هغه زیاته کړې، اوسمهال د افغانستان د پوځیانو شمېر نږدې ۳ سوه زره تنه دی.

بایډن ویلي:«هغوی یعنې افغان ځواکونه به په مېړانه مبارزې ته دوام ورکړي چې د افغانانو ساتنه وکړي.»

جوبایډن دا هم ویلي:«د کانګرس په ملاتړ به، موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو. موږ به د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع ته ملاتړ ورکړو. همداشان افغانستان سره به پام وړ بشرپالې او پرمختیايي مرستې وکړو.»

جوبایډن زیاته کړې:«موږ به د دېپلوماسۍ پر مټ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ وکړو، چې ملګري‌ملتونه په‌کې د اسانچارۍ رول لري. او موږ به په سیمه کې نور هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان وهڅوو، چې افغانستان کې له ټیکاو نور ملاتړ هم وکړي.»

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي:«خو موږ به چاته دا اجازه ورنه‌کړو چې زموږ سرتېري د نورو هېوادونو ترمنځ معاملو کې ښکېل کړي. دا به افغانستان لپاره زموږ یو مظبوط جوړښت وي.»

د امریکا د ولسمشر په وینا:«موږ به خپلو ملګرو سره په پوره همغږۍ، مسوولانه او خوندي له افغانستان وځو. زموږ د ناټو ملګري او عملیاتي شریکان، کوم چې په تېرو نږدې شلو کلونو کې موږ سره اوږه په اوږه وو او قرباني یې ورکړې، اوس زموږ له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه وځي. موږ یوځای افغانستان ته تللي وو او یو ځای وځو.»

شاوخوا میاشت وړاندې یعنې د اپریل په میاشت کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. 

جوبایډن ویلي:«پر یوې دقیقې تګلارې له غور او له خپلو ملګرو، د پوځ او استخباراتو له مشرانو، ډېپلوماټانو او زموږ پرمختیایي متخصصینو، کانګرس، مرستیالې ولسمشرې، د افغانستان ولسمشر او د نړۍ ځینو نورو مشرانو تر مشورو وروسته مو د ځواکونو د ایستلو  پرېکړه وکړه.»

جوبایډن په دې لیک کې زیاته کړې:«موږ په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته تللي وو او یوه مشخص هدف لپاره او هغه دا چې: هغه کسان ونیسو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ‍‍۱۱ مه یې پر موږ بریدونه کړي وو. د القاعده د جرړو معلومولو لپاره او له افغانستانه پر امریکا د بیاځلي برید مخنیوي لپاره تللي وو. ما په همدې دلیل د یوه سناتور په توګه افغانستان ته د ځواکونو د استولو ملاتړ کړی وو. په کانګرس کې زموږ د ماموریت پرېکنده ملاتړ وو. زموږ ملګري هم موږ سره ودرېدل او افغانستان کې موږ سره ول.»

د امریکا ولسمشر ویلي:« ډېره موده وشوه، چې هغه هدف ته رسېدلي یوو چې ترلاسه کولو لپاره یې افغانستان ته تللي وو. ۱۰ کاله کېږي، چې موږ اسامه بن لادن سره حساب وکړ. په افغانستان کې د القاعدې تروریستي ګواښ پام وړ له منځه تللی دی.»

جوبایډن ویلي:«په دې سره نو په تېرو شلو کلونو کې امریکا ته د ترهګرۍ موجود ګواښ په نوره نړۍ کې ډېر خپور شوی دی. کله چې ګواښونه، منځني ختیځ، افریقا او اسیا کې وي، نو بیا په افغانستان کې د زرګونه سرتېرو ساتل کومه مانا نه لري. زموږ تمرکز باید وضعیت سره سم وي.»

 جوبایډن ویلي: موږ به طالبان او د افغانستان حکومت ځواب‌ویونکي وګڼو چې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او ترهګرو ته اجازه ور نه کړي، چې امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

شریک یي کړئ