بغلان کې امنیتي سرچینو نن (پنجشنبه د غبرګولي په ۲۰ مه) وویل، چې دغه ولایت کې، د ملياردو یوه مرکز نه نږدې، موټربم برید کې ۶ سرتېري وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپیان دي.
سرچینې زیاتوي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې، د پلخمري ښار باغشمال سیمه کې، د ملي اردو پر یوه مرکز شوې ده.
سرچینو دا هم ویلي، دغه مرکز چې د نظامیانو د سوق او ادارې ځای و؛ د ودانۍ ډېره برخه یې ویجاړه شوې ده.
بلخوا سرچینې وایي، طالبانو د بغلان- سمنګلان لار تړلې، ماینونه یې پهکې ځای پر ځای کړي او څو ځایه یې کمینونه نیولي دي.
په همدې حال کې، شمالختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان عباس توکلي وایي، دا موټر هدف ته تر رسېدو وړاندې امنیتي ځواکونو معلوم کړی او لهمنځه یې وړی دی.
د توکلي په وینا، له دې پېښې وروسته طالبان، له سیمې تښتېدلي، خو ځینو سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پامیر قول اردو د قوماندان په خبره، طالبانو د بغلان – سمنګان لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې لهکبله یې عملیات سَوکه دي.
طالبانو په پلخمري کې د بېګاني موټربم برید مسوولیت منلی دی.