د کډوالو او بېرتهراستنېدونکو چارو وزارت وایي، هره ورځ له درېیو تر څلورو زرو افغان کډوال، د هرات اسلامکلا پر پوله، له ایرانه هېواد ته راوړي.
د کډوالو وزارت وایي، تېر یو نیم کال کې، له ایرانه یو میلیون او ۴۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.
له دې سره سم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ورته موده کې له ۲۰ زرو زیات افغانکډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرتهراستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو په وینا، له ایرانه راستنېدونکي اکثره افغانان ایراني پولیسو اخراج کړي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري ویلي: «په ۲۰۲۰ کال کې، ۸۹۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې لهمنځه یې زیات له ایرانه راستانه شوي. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې تراوسه یوازې ۴۹۰ زره کسان له ایرانه راستانه شوي دي.»
له ایرانه هېواد ته راستانه شوي افغانان وایي، د جګړې او ناامنۍ له کبله خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري.
اسماعیل له هغو کسانو دی، چې ایراني پولیسو اخراج کړی دی. هغه ویلي:«په ایران کې بېوزلي او بېکاري ده. ایران کې چې هر څوک کار کوي، له پولې اړول کېږي. ایران کې چې څوک ناروغ شي او یا ستونزې ولري، څوک ورته نه رسېږي. هلته افغانان ډېرې ستونزې لري.»
سهارګل هم له ایرانه راستون شوی افغان دی. ده ویلي: «ناروغ وم په ډېره ګرانه مې یو پاکټ درمل پیدا کړل. د کډوالو ساتنې کمپ کې یې موږ ته سمه ډوډۍ نه راکوله او سخته ګرمه هوا کې به پراته وو.»
مرتضی بل افغان دی، چې له خپل شپږ کلن زوی سره یې، اوس اوس له ایرانه اخرج کړای شوی دی. تېره اوونۍ یې د کورنۍ درې غړي هم، ایراني پولیسو اخراج کړي وو.
مرتضی ویلي:«ایران کې چې مې ټول افغانان لیدلي، ټول د بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله تللي دي. که وطن کې کراري وي، هر څوک خپل وطن کې باچا دی او سوکاله ژوند کولی شي، خو د بېکارۍ له کبله ټول خپل وطن پرېږدي او بهر ته ځي.»
بل لوري، د رسمي شمېرو پر بنسټ، تېرو ۱۸ میاشتو کې د جګړې له کبله شاوخوا یو میلیون کسان په کور دننه بېځایه شوي دي.
غلام سخي یو له بېځایه شویو دی. هغه ویلي:«شنډنډ ولسوالۍ کې جګړه ده او شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ اوس - اوس له یوې سیمې بې ځایه شوې دي. دولت او موسسو موږ سره مرسته نه ده کړې – هېڅ پاملرنه نه لري.»
داسې حال کې چې جګړې او د کورونا له کبله اقتصادي ستونزو، د هېواد وضعیت پیچلی کړی دی، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایرانه د زرګونه افغانانو اخراج او بیا بېبرخلیکه پاتېدل یې، یوه لویه اندېښنه ګڼل کېږي.