د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ ولسوال محمدیونس ستانکزی وایي، د دې ولسوالۍ د ۱۸۴ کلیو لهمنځه، ۶۵ یې د دولت تر ولکې لاندې دي او په نورو کلیو کې د طالبانو نفوذ دی.
په بلخ ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ، شاوخوا ۱۸۰ تنه ولسيپاڅونوال هم شته.
د بلخ ولسوالي، د مزارشریف ښار په ۲۴ کیلومټرۍ کې پرته ده، چې د بلخ ولایت یوه له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.
د بلخ ولسوال وایي، د دولت تر ولکې لاندې اکثرو سیمو کې، ولسيپاڅونوالو امنیت ټینګ کړی دی.
د ولسوال په وینا، ولسيپاڅونوال پوځي وسایلو ته اړتیا لري او باید نور هم تجهیز شي.
د بلخ ولسوال محمدیونس ستانکزي ویلي:«دې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو شمېر ۱۸۰ تنه دی خو دوی ډېر اغېزناک دي.»
نوموړي زیاته کړې:«د بلخ ولسوالي ۱۸۴ کلي لري. له بدهمرغه، ډېر کلي د مخالفینو په لاس کې دی، خو بیا هم له ښهمرغه یوه فیصدي کلي موږ لرو چې د دولت تر ولکې لاندې دي او په هغو سیمو کې د دولت مورال ډېر قوي دی. شاوخوا ۳۵ سلنه کلي د دولت په کنټرول کې دي.»
د بېلګې په توګه: د بلخ ولسوالۍ په یوه کلي کې شاوخوا ۲۰ تنه دولتي سرتېري دي، چې د دغه کلي امنیت یې ټینګ کړی دی.
د ولسيپاڅونوالو د پوستې په څلور کیلومټرۍ کې د بوکه په نامه کلی دی، چې د طالبانو په ولکه کې دی، چې له هغه ځایه کله، کله له ولسيپاڅونوالو سره په نښته کېږي.
د ولسيپاڅونوالو یوه قوماندان اغامحمد ویلي:«طالبانو ته چې هر کله موکه په لاس ورشي، نو پر موږ برید کوي، خو موږ پوره چمتووالی لرو، هغوی له راکټونو هم کار اخلي.»
ولسيپاڅونوال سختې ورځې تېروي، ځکه چې طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي. وایي، دې وروستیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. خو دوی به طالبانو ته ماتې ورکوي.
حفیظالله له ولسيپاڅونوالو یو دی. هغه ویلي:«دې سیمې ته د پیازکار سیمه وایي. اوله کرښه یا سره کرښه همدا ځای دی، دوښمن هره شپه زموږ شاوخوا کې ګرځي او خپل شوم هدف کې پاتې راځي. راځي خو بېرته ځپل کېږې، ماتې خوري او ځي.»
په بلخ ولسوالۍ کې یو تونل دی، چې جنګي سیمو سره نښلېدونکې لار ده او شاوخوا ۲۰۰ متره اوږد دی. له دغه ځایه څار کېږي. ولسيپاڅونوال وایي، کله، کله دښمن له دې تونله په نښه کوي.
د ولسيپاڅونوالو په وینا، طالبان د خلکو له کورونو بریدونه کوي، خو طالبان یې نه مني.
ګلابخان یو بل ولسي پاڅونوال دی، هغه ویلي:«څو ځل چې پر موږ برید شوی، له همدغو کورنو یې کار اخېستی. زموږ برجونه یې له هغو کورونو په ۸۲ مېله وسلې په نښه کړي دي خو نهشي کولی پر موږ بریالي شي. موږ ورته سخت ځواب ورکړی او بیا یې هم ورکوو.»
د بلخ په ولسوالۍ کې د جګړې دوام خلک اندېښمن کړي دي. دوی وایي، جګړه کې ډېر تاوان عامو خلکو ته اوړي.
د بلخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیفالدین ویلي:«زموږ په وطن کې خو اوس کافران نهشته او هغوی خو په وتلو دي، اوس چې ولسوالۍ کې چاودنه کېږي، ټول پهکې ملکي خلک تاوان کوي.»
عبدالجبار د بلخ ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی:«کورونه یې ویجاړ کړل. خلک یې ووژل. تباه یې کړل. ماینونه یې اېښي دي. د دې مسلمانانو ګناه څه ده؟ ملکي خلک دې او تباه شول.»
په دې اړه مو اندونه