Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د لاریونوالو او ځايي چارواکو لانجه

د بدخشان والي وایي، دې ولایت کې وروستۍ مظاهرې د نظام د مخالفینو کار دی او دی به د ولسمشر له امر پرته دنده نه پرېږدي.

بدخشان کې څلورمې ورځې ته د مظاهرو رسېدو سره، مظاهره‌چیانو پرلت وهلی او وايي، چې نه یوازې امنیت دې یې ټینګ شي، د برېښنا او اوبو د کمي ستونزه دې حل شي، بلکې والي دې له دندې ګوښه او هغه کسان دې محاکمه شي چې درې ورځې وړاندې یې پر لاریونوالو د ډزو امر کړی وو.

یوه لاریونوال محمد هاشم ویلي:«موږ پیسې او مادیات نه غواړو. خو د ملت حق غواړو. ملت حق درلود چې مظاهره وکړي. خو سوداګر ذکریا مظاهره په تاوتریخوالي واړوله او پر خلکو یې ډزې وکړي او ځان ته یې بدخشانی وژونکی ووایه.»

یوه بل مظاهره‌چي محمد خادم ویلي:«د هرې ورځې په تېرېدو زموږ مظاهره غټېږي او نن زموږ غوښتنې د تېرو ورځو پرتله زیاتې او لوړې دي.»

لاریونوال وایي، که یې غوښتنې و نه منل شي، خپلې مظاهرې ته به دوام ورکوي.

یوه بل لاریونوال تاش محمد ویلي:«موږ اول د قاتلینو محاکمه، دویم برېښنا او درېیم اوبه غواړو. زموږ مظاهره به تر هغې وي، چې د خلکو ستونزې حل شي.»

بدخشان کې مظاهرو سره سم، حکومت او ولسي جرګې، د لاریونوالو د غوښتنو ارزونې لپاره خپل، خپل پلاوي فیض‌اباد ته استولي دي.

مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو یوې استازې ګلالۍ اکبري ویلي:«خدای دې وکړي، کوم پلاوی چې تللی قضیه سمه وڅېړي او وګوري چې څوک مجرم دی. هر چا چې له قانون سرغړونه کړې، باید قانون پرې تطبیق شي او سزا ورکړل شي.»

د بدخشان والي ذکریا سودا ویلي:«د افغانستان اساسي قانون او د ولسمشر په حکم ګومارل شوی یم او په برخه کې چې ولسمشر هره پرېکړه وکړه د همغې پر بنسټ به عمل کوم.»

د وروستیو شمېرو پر بنسټ، بدخشان کې د تېرې سه‌شنبې ورځې مظاهره کې ۵ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي چې د ځینو ژوبلو وضعیت د اندېښنې وړ رپوټ شوی دی.

شریک یي کړئ