Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو: د ترکیې په ګډون د ناټو ملګري د کابل پر هوایي ډګر خبرې کوي

د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ پرون جمعه ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو نه وروسته، د ترکیې په ګډون د ناټو ملګري، د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د ښاغلي سټولټنبرګ دا خبرې وروسته تر هغې دي، چې رویټرز خبری اژانس د پنجشنبې پر ورځ خپل یو رپوټ کې وویل، چې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین ورته ویلي، چې د دوحې د سند پر بنسټ، د ناټو د غړي په توګه ترکیه هم باید خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د ناټو سرمُنشي وایي، ناټو پر دې خبرې کوي، چې د کابل نړۍوال هوایي ډګر په ګډون، مهمې زېربناوې څرنګه خوندي کړي.

د ناټو سرمُنشي ویلي:«د دې یوه برخه کې هغه څه دي، چې ناټو به یې ملاتړ وکړي او موږ پر دې کار کوو چې د ناټو ملګري څرنګه کولی شي د دې هڅو برخه شي. نن ترکیه زموږ یو مهم متحد دی چې غواړي هوایي ډګر اداره کړي.»

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي:«د ترکیې په ګډون د ناټو ملګري خبرې کوي، چې څرنګه د هوایي ډګر له ساتنې ملاتړ کولی شو او ډاډ ترلاسه کړو چې هوایي ډګر به په نړۍوالو معیارونو سره فعالیت کوي.»

د ناټو سرمُنشي ویلي، هوايي ډګر یوازې ناټو ته نه، بلکې ټولې نړۍوال ټولنې ته، د هغوی ډېپلوماټیک حضور لپاره مهم دی. همداشان بېلابېلو مرستندوی بنسټونو ته ارزښت لري.

د ناټو سرمُنشي ویلي، دی به دغه موضوع د دوشنبې ورځې غونډه کې مطرح کړي.

ینس‌سټولټبنرګ زیاته کړې، چې د ناټو پوځي حضور ختمېږي، خو له افغان ځواکونو او افغانانو به ملاتړ روان وي.

د ناټو سرمُنشي ویلي:«موږ پر ننګونو ښه خبر یوو، په هغو ستونزو چې موږ ټول افغانستان کې ورسره مخامخ یوو. او موږ  په هغه خطر هم پوهېږو، چې افغانستان کې مو د پوځي ماموریت ختمولو پرېکړه وکړه.»

د ناټو سرمُنشي یو واره بیا یاده کړې، چې ناټو به افغان ځواکونو نه ملاتړ ته دوام ورکوي او هغه ټولې ژمنې به عملي کوي، چې کړې یې دي.

تېر اپریل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به، خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي. ورپسې ځینو امریکایي چارواکو وویل، چې د ځواکونو ایستل به د جولای په میاشت کې بشپړ شي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان تېره اونۍ وویل، چې ۵۰ سلنه ځواکونه یې له افغانستانه وتلي دي.

د ناټو سرمُنشي وایي، افغانستان کې د ناټو پوځي حضور ختمېږي، خو له افغان ځواکونو او افغانانو به ملاتړ روان وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه