د کورنیو چارو وزارت وايي چې شېبه مخکې د کابل په لوېدیځ کې دوې چاودنې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، دغه چاودنې د کابل ښار په شپږمې حوزې په مهتاب قعله او دیارسمې حوزې په سرپل تم ځای کې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې په دواړو پېښو کې مسافر وړونکي «ټونس» موټر په نښه شوي دي او په هغه کې اوه تنه وژل شوي دي چې د مهتاب قلعه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي؛ بلخوا د دیارلسمې حوزې په اړوند د سرپل تم ځای چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا وايي چې شونې ده د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي.