Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د پوستو د تسلیمۍ لپاره منځګړي کسان به ونیول شي

کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په ځینو سیمو کې سیمه ییز مشران طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ په برخه کې منځګړیتوب کوي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې، له طالبانو سره همکارۍ د منلو نه دي او په دې تړاو ځینې کسان هم نیول شوي دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي هم د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د لوېدو یو لامل همدا موضوع ګڼي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ وايي:«ډېری لامل همدا دی چې عسکر ولې له پوستې وځي؟ د دې لپاره چې تجهیزات او مهمات نشته او نفر هم کم دي.»

له دې سره سم، د غور له ساغر، د زابل له ارغنداب او د فراه له لاش و جوین ولسوالیو د دولتي ځواکونو له په شا کېدو هم راپورونه رارسېدلي دي.

امنیتي بنسټونه بیا وايي، دولتي ځواکونو به یاد ولسوالیو مرکزونه له یوه ځای بل ځای ته لېږدوي وي او یا هم په تکتيکي توګه به یې شاتګ کړی وي.
                   
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وویل:«لاش و جوین نن سقوط وکړ. همدا ډول په پشت رود ولسوالۍ کې هم جګړه وه چې طالبانو د قومندانۍ ودانۍ ترلاسه کړه.»
             
د غور د ولایتي شوار غړې انیسه غیور څرګندوي:«موږ خپل ډېر ځواکونه او ځوانان له لاسه ورکړل. زموږ ټپیان او اسیران، وضعیت یې او امنیتي وضعیت یې ډېر خراب دی.» 

طالبان ادعا کوي چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز او د کندوز د علي آباد ولسوالۍ بازار یې نیولی دی. خو امنیتي ځواکونه د طالبانو په لاس د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د بازار له سقوط نه یوازې څو ساعته وروسته د هغه د بېرته نیولو خبر ورکوي او د ولسوالیو له ځینو سیمو د دولتي ځواکونو وتل یو تاکتیکي حرکت ګني.
 
د کندوز د امنیه ومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني زیاتوي:«طالبانو په علي اباد او خان اباد ولسوالیو کې پر دولتي پوستو بریدونه کړي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.»
         
د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان هم څرګندوي:«د زابل ارغنداب چې دوه میاشتې مخکې د هغې ودانۍ سقوط کړی و او د ملي اردو کنډک ته ولېږدول شوه. تېره شپه له کنډک څخه هم تکتیکي شا تګ وشو.»

بل خوا، په هغو ویډیوګانو کې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې امنیتي ځواکونه د فراه په لاش او جوین ولسوالۍ کې د مرستې غوښتونکي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په دې هکله داسې وايي:«په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې طالبانو په بادغیس، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ډېره مرګ ژوبله لیدلې ده.»

د تخار او غزني په ګډون په څو نورو ولاتیونو کې د دولتي ځواکونو د پرمختګ او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی. له دې منځه چارواکي وایي چې د ولسي پاڅونوالو په مرسته د تخار له څو کلیو نه طالبان شړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ځينو قومي مشرانو په مځنګړیتوب د پوستو پرېښودل له ترهګرو سره همکاري ده او دا کار د منلو وړ نه دی.

شریک یي کړئ