Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسي جرګې پلاوی: د بدخشان د معترضانو په وړاندې غیر قانوني چلن شوی

د ولسي جرګې له لوري بدخشان ته د استول شوي پلاوي مشر وايي، د دوی لومړنۍ څېړنې د دې ښکارندويي کوي چې، په دغه ولایت کې د معترضینو پر وړاندې ناقانونه او غیر حرفه يي چلن شوی دی.

د بدخشان د اوسېدونکو اعتراض چې شپږمې ورځې ته غځېدلی وايي، تر هغې چې، غوښتنې یې ونه منل شي؛ خپلو دغو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. 

د ولسي جرګې غړی خان‌آقا رضايي وايي:«واقعاً له خلکو سره غیرمسلکي او د قانون په خلاف کړنه شوې ده چې باید نه وای شوې! لاریون کوونکو چې هر کار کاوه، باید د قانون په مطابق د بلوا ضد پولیس باید وو او خپل هغه اوزار یې باید لرلی او د ولسي اعتراضونو مخه به یې نیولې وای.»

په بدخشان کې د اعتراضونو په لومړۍ ورځ د پنځو اعتراض کوونکو له وژل کېدو او د څه باندې ۴۰ نورو له ټپیان کېدو وروسته، حکومت او ولسي جرګې د یادې پېښې د څېړنې په موخه یاد ولایت ته پلاوي واستول.

 معترضان چې پر خپلو غوښتنو د غور او داراز د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو د مجازات کېدو غوښتنه کوي ،خبرداری ورکوي که یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي،په راروانو ورځو کې به خپل اعتراضونه پراخ کړي.

د بدخشان په اعتراضونو کې د وژل شوي کس خپلوان نورالامین وايي:«څه باندې اوه اته نفره شهیدان شول، څلوېښت څو څلوېښت ټپيان شول، دا ډول جنایت اسرایل د فلسطین په وړاندې نه دی کړی چې دوی له موږ سره وکړ.»

د بدخشان د اوسېدونکو اعتراضونه په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدواو د اوبو او بریښنا د کموالي له امله د تېرې سه شنبې ورځې په سهار پېل شول چې څو ساعته وروسته په تاوتریخوالي واوښتل. په دغو تاوتریخوالو کې پنځه تنه ووژل شول او تر څلویښتو زیات نور ټپیان شول.

تر دې وړاندې د بدخشان والي د دغه تاوتریخوالي عاملان ناوړه ګټه اخیستونکي او د نظام مخالفین بللي دي.

شریک یي کړئ