Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مکینزي: امریکا به افغانستان کې پر داعش او القاعده خپل فشار وساتي

د میلیټري ټایمز د رپوټ پر بنسټ، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ ایف مکینزي، پرون یکشنبه ویلي، چې امریکا به افغانستان کې پر داعش او القاعده خپل فشار وساتي.

له میلیټري ټایمز سره مرکه کې ښاغلي مکینزي ویلي:«یو څه چې زه پرې ټينګار کوم، موږ به پر داعش او القاعده د فشار ساتلو لپاره، هر څه ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړو.»

مکینزي زیاته کړې:«دا دنده ماته راکړل شوې. د دفاع له وزیر سره پر پلانونه خبرې کوم، چې موږ به دغه چاره څرنګه سرته ورسوو. ما له وړاندې ویلي، چې موږ به سخت کارونه وکړو.»

پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو په هکله د ملګرو ملتونو د رپوټ په رابط یوې پوښتنې ته مکینزي ویلي:«موږ له افقه د افغان ځواکونو ملاتړ کوو. موږ لا هم د افغان ځواکونو تمویل کوو.»

هغه زیاته کړې:«موږ هڅه کوو، چې د افغان هويي ځواک قوي ملاتړ وکړو. ځینې شیان له دغه هېواده راوځي چې باید کار پرې وکړو.»

جنرال مکینزي ویلي:«زه نه غواړم موضوع راښکته کړم، ځکه زه فکر کوم هغوی به وازمویل شي، خو موږ به د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ویلي:«اوس جګړه روانه ده. تاسې پوهېږئ، چې موږ به هر څه وکړو، موږ له افغانانو سره مرسته کولی شو، په هغو حدودو کې چې لرو یې. خو واقعیت دادی، چې ټینګ درېدل او یا لوېدل د هغوی په لاس کې دي. زه فکر کوم هغوی به د جګړې چانس ولري. ځکه خو ما مخکې وویل، چې موږ به هغوی سره د مرستې لپاره هر څه وکړو.»

له مکنیزي پوښتنه شوې، که د کابل په ګډون لوی ښارونه ګواښ سره مخامخ شي، نو امریکا به له افغان ځواکونو څه ملاتړ کوي؟ مکینزي ویلي:«هغه خو تاسې به پوهېږي، چې د تګلارې خبره ده، پوځي موضوع نه ده. زه به بیا تاسې ته ووایم. اوس لپاره، موږ له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته پلانونه باندې کار کوو، چې موږ به پر داعش او القاعده خپل فشارونه وساتو او غواړو هغه څه وکړو چې باید ویې وکړو. افغانستان ته بېرته ستنېدل.»

مکینزي ویلي:«که دغه ډلې امریکا ته ګواښ شي، موږ به چمتو یوو چې ګام واخلو، که زموږ افغان ملګري څه و نه کړای شي.»

په دې مرکه کې له مکېنزي افغانستان کې د روسیې او چین د هڅو په هکله هم پوښتنه شوې.

ښاغلي مکینزي ویلي:«زه فکر کوم، چینایان غواړي چې افغانستان کې د کانونو زېرمو ته ځانونه ورسوي، همدا د هغوی علاقه ده. زه فکر کوم روسیه اندېښنه لري چې ترهګري به د افغانستان له شماله واوړي. زه فکر کوم دواړه علاقه لري. له دوی یو یې هم، د هغه څه لپاره چې موږ یې کوو، زموږ ملاتړ نه کوي او چې موږ راووځو، دوی به د تشې د ډکولو هڅه وکړي.»

مکینزي ویلي:«کېدای شي هغوی تر تصور ستونزمن حالت کې شي.»

تېر اپریل کې د امریکا ې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به، ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.

جنرال کېنټ مکینزی ویلي: موږ له افقه هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

شریک یي کړئ