Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د چاه اب او خان اباد ولسوالیو له بېرته نیولو خبر ورکوي

حکومت په تخار کې د چاه اب او کندوز کې د خان اباد ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ نن سهار او د تخار د چاه اب ولسوالۍ تېره اوونۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

له دې سره هم مهاله د سرپل له صیاد او د هرات له اوبه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو د وتلو خبر رارسېږي.
             
د کندوز امنیه قومندان فریدمشعل په دې هکله وویل:«په مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې د دښمن څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي دي چې په منځ کې یې ځينې قومندانان هم شامل دي.» 

د طلوع نیوز ارزونې ښيي چې په څه کم دوو میاشتو کې د هېواد ۳۰ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د هرات د اوبه ولسوالۍ د غور شهرک، تولک او ساغر ولسوالۍ، د فراه پشت رود او لاش و جوین ولسوالۍ او داراز د بادغیس د جوند او مرغاب ولسوالۍ، د فاریاب دولت آباد او قیصار ولسوالۍ، د سرپل صیاد او سوزمه قلعه ولسوالۍ، د بغلان برکه ولسوالۍ، د تخار اشکمش ولسوالۍ او دا راز  د بلخ زارې ولسوالۍ په همدغو ۳۰ ولسوالیو کې راځي.
 
د ولسي جرګې غړی صادق قادري هم وايي:«د دې اصلي عوامل باید پیدا شي چې ولې په ناڅابي توګه د ولسوالیو د پرځېدو لړۍ پیل شوې ده. په لوېدیځه حوزه کې ځینې ولسوالۍ له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوې ده او تجهیزات یې د هغوی په واک کې ورکړي دي.»

د هلمند واشیر، کندهار، ارغستان، د زابل شینکۍ او ارغنداب، د ارزګان چنارتو او ګېزاب، د نورستان دو آب او منډول، د بدخشان ارغنجواه، د غزني ده یک، جغتو، رشیدان او آب بند، د لوګر څرخ، د میدان وردګو نرخ او جلریز او د لغمان دولت شاه هغه ولسوالۍ دي چې مرکزونه یې طالبانو نیولي دي.
                 
د کابل اوسېدونکی روح الله څرګندوي:«هره ورځ ولسوالۍ سقوط کوي، هېڅوک ځان نه پوه وي. هره ورځ اعلان کوي چې تکتیکي شا تک یعنې که سبا کابل هم سقوط وکړ وبه وايي چې موږ شاتک کړی دی.»

د کابل بل اوسېدونکی هاشمي هم وايي:«خلک پرېښانه دي که چېرې ولسوالۍ سقوط وکړي ښايي کابل هم د وسله والو لاس ته ورشي.»

خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو تازه پرمختګونه د پام وړ نه ګڼي او وایي چې ډېر ژر به د طالبانو دا نرۍ کرښه د هغوی په هدېرې بدله شي:«په ډېریو سیم کې د سقوط نوم ورکړی طالب د یوه نازه کرښې په رامنځته کولو سره پرمختګ کړی. دا لار یې ژوروالی او سور نه لري. هغوی چې له طالب سره به جګړه بلد دي پوهېږي چې دا نازکه کرښه به د دغې وحشي او ناپوهې ډلې په ډله ییز قبر بدل شي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم زیاتوي:«په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې موږ شاتګ لرلی دی، تازه دمي ځواکونه مو استولي دي، اکمال شوي او ډېر ژر به له هغه ځایه دښمن وشړل شي.»
          
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وویل:«د عمل نوښتونه، تکتیکي او عملیاتي ګامونه کوم دي. هغوی په خپله باید نوې لارې تعریف کړي. هغه ولسوالۍ چې په ګاونډ کې دي پر یوه یې برید کېږي باید د یوه بل مرستې ته ورودانګي.»

که څه هم په تېرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر ۴۰ دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی دی، خو ملي دفاع وزارت وایي چې د طالبانو مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو تر مرګ ژوبلې زیاته ده، خو طالبان دا خبره ردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه