Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناټو مشرانو د کابل هوايي ډګر د مالي ملاتړ پر دوام سره سلا شول

د ناټو مشرانو په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د کابل هوايي ډګر د مالي ملاتړ پر دوام سره هوکړه وکړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ نن ماښام د ناټو په سرمشریزه کې، په بروکسل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت له پای وروسته، له افغانستان سره به د دوی مالي ملاتړ دوام ولري.

هغه زیاته کړه:«موږ خپل پرېکنده ملاتړ ماموریت پای ته رسوو، خو له افغانستانه به زموږ ملاتړ دوام ومومي.»

د ناټو سرمنشي څرګنده کړه چې له افغانستان سره د ناټو همکاري به څلورو برخو ته متمرکزه وي: له افغان ځواکونو مالي ملاتړ، له هېواده بهر د افغان ځواکونو روزنه، دوامداره غیر پوځي حضور او د مهمو بیخ بنسټونو ساتل کله هوايي ډګر چې د نړیوالې ټولنې دوامداره حضور تامین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ترکیې ته د کابل هوايي ډګر د امنیت د تامین مسوولیت ورکړه بحث پارونکې شوې ده.

له دې مخکې، د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی و چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي یوازې ترکیه د اعتماد وړ ده چې کولای شي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ټیکاو تامین کړي.

دغه خبري اژانس همدارنګه ویلي دي چې ټاکل شوې ده اردوغان د ناټو د نننۍ سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د دغې موضوع په هکله په یوې مخامخ لیدنه کې بحث وکړي.

اردوغان بروکسل ته له الوت مخکې په هوايي ډګر کې خبریالانو ته په دې هکله وویل:«امریکا به ډېر ژر افغانستان پرېږدي. له هغې شېبې چې هغه ځای پرېږدي، یوازینی د اعتماد وړ هېواد چې کولای شي په هغه ځای کې وضعیت خوندي کړي، په څرګنده هغه ترکیه ده.»

تېره اوونۍ، د امریکا مرکزي قومندانۍ رپوټ ورکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څه باندې ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.

ترکیې له دې مخکې په ځلونو ویلي دي دغه هېواد چمتو دی چې د کابل هوايي ډګر - د لوېدیځو ډپیلماټانو او د بشري خدماتو د کارکوونکو د وتلو یوازینۍ لار د خوندیتوب په پار په افغانستان کې خپل ځواکونه وساتي. 

شریک یي کړئ