Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن: د ناټو سرمشریزه کې له افغانانو پر ملاتړ توافق وشو

د امریکا ولسمشر جوبایډن، پرون دوشنبه، په بروکسل کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته، خبري کنفرانس ته وویل:«د ناټو مشرانو د غونډې په خونه کې، د افغانستان په هکله قوي موافقې وکړې. چې ناټو او ملګري به یې، له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته، له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.»

جوبایډن ویلي:«زموږ ځواکونه خپلو کورونو ته راځي. خو موږ توافق وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره به ډېپلوماټيکي، اقتصادي او د بشرپالو چارو ژمنې عملي کوو. او موږ به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو دایمي ملاتړ کوو.»

د امریکا ولسمشر وویل:«او زه د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې د خپلو ملګرو هېوادونو د څرګندونو هرکلی کوم. ترهګرۍ سره ګډه مبارزه به داسې وي، چې ډاډه شو، افغانستان به داسې خوندي ځای نه جوړېږي، ترهګر ترې پر موږ بریدونه وکړي.»

د ناټو په پرونۍ غونډه کې توافق شوی، چې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت تر ختمېدو وروسته به هم، د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر تمویل روان وي.

په بروکسل کې پروني خبري کنفرانس ته د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ وویل، د پرېکنده ملاتړ ماموریت ختمېږي، خو ناټو به په څلورو برخو کې ملاتړ ته دوام ورکوي: د افغان ځواکونو تمویل، له افغانستانه د باندې د افغان ځواکونو روزنه، افغانستان کې دایمي ملکي حضور او د کابل هوایي ډګر په ګډون د زېربناوو ساتل.

سټولټنبرګ وویل:«ناټو او ملګري یې اوس پر دې کار کوي، چې کابل کې د هوایي ډګر چارې به روانې وي. د سرمشریزې په څنډه کې بله غونډه هم شوې. ترکیه په دغو هڅو کې مهم رول لوبوي. موږ پر دې کار کوو، چې دا چاره څرنګه ترسره کړو، خو د ناټو او د ناټو د ملګرو قوي ژمنه داده، چې ډاډه شو، چې د نړۍوال هوایي ډګر چارې روانې دي.»

د ناټو تر سرمشریزې وروسته، خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ناټو به افغانستان سره پر کړو ژمنو ولاړه وي. د افغانستان له خلکو، امنیت او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ملاتړ به کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «زموږ د پخوانیو ژمنو یادولو سره، ناټو به د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه مالي او روزنیز ملاتړ ته دوام ورکوي، چې دا به د افغان ملي اردو د مالي صندوق په شمول ملاتړ وي.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ناټو به په کابل کې د خپلې ملکي استازولۍ دفتر وساتي چې افغانستان سره ملګرتیا او ډېپلوماټیک حضور دوام وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ:«دا مهمه ده چې افغانستان کې دایمي او نړۍوال حضور څرګند وي. داسې چې افغانستان سره به اړیکې دایمي وي. ناټو به تمویل ته دوام ورکړي، چې ډاډه شي د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر چارې روانې دي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ به له اړوندو نړۍوالو او سیمه‌ییزو ملګرو سره پر افغانستان، ګام په ګام خبرې کوو.»

د اعلامیې پر بنسټ:«موږ به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړو او پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوو، چې افغانستان سره مرسته وکړي، چې یوه سیاسي جوړجاړي کې پرمختګ وشي. تاوتریخوالی ختم شي، د افغانانو بشري حقونو خوندي وي، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه خوندي او قانون حاکم وي او افغانستان بیا کله هم د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه وي.»

د امریکا ولسمشر ویلي:«له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به زموږ ملاتړ دایمي وي.»

شریک یي کړئ