د ۲۰۹ شاهین قولاردو نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۲۶ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فاریاب دولتاباد ولسوالۍ مرکز یې بېرته کنټرول کې کړی دی.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ملي اردو د هوایي ځواکونو په همکارۍ تېره شپه ناوخته عملیات پیل کړل، چې نن سهار یې د دولتاباد مرکز خپل کنټرول کې کړ.
د دولتاباد ولسوالۍ پر مرکز څو ورځې وړاندې طالبانو ولکه ټینګه کړې وه.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.