ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه، د کندوز خاناباد ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل، چې نن سهار یې د ولسوالۍ مرکز خپل کنټرول کې کړ.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، د افغان ځواکونو عملیاتو کې، د طالبانو یو قوماندان قاري هاشم هم وژل شوي، چې خاناباد کې یې د طالبانو د جګړې مشري کوله.
د امان په وینا، ۳۰ تنه نور طالبان هم وژل شوي.
خو طالبانو په دې هکله لا څه نه دي ویلي.
په وروستیو څو ورځو کې د خاناباد ولسوالۍ مرکز څو ځل د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو.
په ورته وخت کې د کندوز د ولایتي شورا یوه غړې فوزیه یفتلي وایي، د خاناباد په "دوره" کلي کې، په ډزو، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکي کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
د مېرمن یفتلي په وینا، لومړني معلومات دادي، چې ډزې د افغان ځواکونو له چورلکو شوې دي.
خو دفاع وزارت دا معلومات نهدي تایید کړي.