Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۸۰ ولسوالیو کې جګړې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۲۰۰ تنه وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څه باندې ۸۰ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې وې.

طلوع نیوز ته امنیتي سرچینې وايي، په دې لړ کې ۱۰۰ طالبان او شاوخوا ۹۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي. خو د حکومت رسمي سرچینو او طالبانو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

له دې سره سم، د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې او د ملي دفاع وزارت په وینا، د کندوز د خان اباد ولسوالۍ مرکز چې څو ورځې مخکې سقوط شوی و، افغان ځواکونو بېرته نیولی دی. 

 بېرته نیولی دی او ددې ولسوالۍ پر چوک یې یوځل بیا د افغانستان ملي بېرغ پورته کړی دی.

د کندوز امنیه قومندان فرید مشعل وايي:«د قاري هاشم په ګډون شل تنه کسان یې وژل او ټپيان شوي دي. ولسوالۍ په بشپړه توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په واکې ده.»

له دې سره هم مهاله د کندوز د ولایتي شورا یوه غړې وایي چې د خان اباد ولسوالۍ په دوره سیمه کې د دولتي ځواکونو د ډزو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د کندوز د ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي څرګندوي:«د خان اباد په سر دوره سیمه کې د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه شوي دي.»

که څه هم په فاریاب کې هم نن یو ځل بیا د طالبانو لاسته د دولت آباد ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شوی دی، خو پوځ د دغو خبرو په ردولو سره وایي چې دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وايي:«د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې، له بده مرغه څه باندې ۱۵ تنه ګومانډو او ملي پوځ ځواکونه شهیدان شوي دي.»

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې هم نن د پوځ یوه څرخکه هغه مهال د یوه توغنديو د راپرېوتو په پایله کې زیانمنه شوه چې د ملي دفاع وزارت په وینا دغلته یې ناسته کړې وه.

د هېواد په لوېدیځ کې هم په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې جګړه روانه وه. په اوبه ولسوالۍ کې یو شمېر دولتي سرتېري وایي چې له څو ورځو راهیسې کلابند دي او روغتونونو ته د خپلو ټپیانو د لېږد په تمه دي.

د خلکو یو شمېر استازي د فراه ولایت امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ ګڼي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني وايي:«د جوین ولسوالۍ پرځېدلې؛ زموږ خویندې، زموږ وروڼه، زموږ ځوانان شهیدان شوي دي. یوازې د فراه ملت شاهد دی چې د پاکستان پنجابیان او د ایران سپاه په جګړه کې شامله ده.»

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع هم څرګندوي:«که چېرې مرکزي حکومت فراه ته پاملرنه ونه کړي انساني ناورین به رامنځته شي.»

په هېواد کې جګړې له هغې وروسته زور واخیست چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو.

دولتي ځواکونه په کندوز کې د جګړې د دوام خبر ورکوي او وایي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د خان آباد ولسوالۍ مرکز چې دوه ورځې وړاندې طالبانو نیولی و.

شریک یي کړئ