Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله:د امریکا وتلو طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي موکه ورکړې

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې له افغانستانه د امریکا د بشپړو ځواکونو د وتلو پرېکړې طالبانو ته د دې موکه ورکړې ده چې تاوتریخوالی زیات کړي.

 هغه چې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې زیاته کړه، که طالبان داسې فکر کوي چې، د زور له لارې به پر افغانستان واکمن شي؛ نو داسې نشي کېدای. د جګړې دوام یوه لویه ضایعه ده او  عام خلک یې بیه پرې کوي.

نوموړي زیاته کړه:«که چېرې طالبانو غوښتي وي، زه بشپړ باور لرم که چېرې هغوی وغواړي د جګړې له لارې پر افغانستان واکمن شي دا ناشونې ده.»

که څه هم ښاغلی عبدالله زیاتوي چې طالبان د سولې د رامنځته شوي فرصت په بابېزه ګڼل سره په تاریخ کې یوه داسې  لویه ضایعه ثبتوي چې بیه یې د افغانستان خلک پرې کوي:«له دغو ځواکونو چې په راتلوونکي کې هم د سولې ضمانت کوونکي دي دفاع وکړو او د هغوی د روحیې په پیاوړتیا کې د هغوی په ذهنونو کې اضافي اندېښمنې رامنځته نه کړو. هغوی هم انګېري او خبرونه تعقیبوي.»

نننۍ غونډه چې د یوناما د دفتر او د بشري حقونو د کمېسیون له لوري په اوربند کې د جنسیتي اړتیاوو او د ښځو د رول په تړاو جوړه شوې وه، د یوناما دفتر د ښځو د برخې مسووله وایي چې ښځې په هېواد کې د تاوتریخوالي د تازه څپې اصلي قربانیانې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مته نودسن وايي:«افغانستان د څو هغو لنډمهالو اوربندونو تجربه لري چې د اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو له لوري شوي وو، دغه اوربنددونه مثبت ګامونه وو او د خونديتوب لپاره یې هیلې راټوکولې وې، خو کافي نه وو او په داسې حال کې چې د دوحې مذاکرات روان دي، تاوتریخوالی په بې مخینې توګه زیات شوی دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وایي چې سولې ته د رسېدو لپاره ښکېل لوري باید اوربند ته غاړه کېږي:«اوربند او د تاوتریخوالي پای، د خلکو تر ټولو اړینې اړتیاوې دي. د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې لپاره زموږ هڅې کمې نه کړي.»

ملګري ملتونه وایي د دغه سازمان موندنې ښيي چې ښځې د افغانستان راتلونکې ته اندېښمنې دي، ځکه سږکال پر ښځو هدفي بریدونه هم به بې ساري ډول زیات شوي دي.

د ښاغلي عبدالله په وینا طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې پر افغانستان حکومت نه شي کولای.

شریک یي کړئ