تېره یوه شپه او ورځ کې، د فاریاب له شیرینتګاب ولسوالۍ او د بغلان د هنهغوري ولسوالۍ نه د امنیتي ځواکونو وتل او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ، د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ لاس په لاس کېدل لوی امنیتي تغییرات دي.
سرچینې وایي، چې میدانوردګو کې د پوځ یوه پوسته او فراه کې د قلعهکاه پوځي مرکز طالبانو نیولی. دغه راز د اتو سرتېرو د وژل کېدا خبر هم شته.
خو ملي دفاع وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، جګړه کې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي، خو طالبانو دا خبر نه دی تایید کړی.
له بغلانه رارسېدلی خبر وایي، چې دهنهغوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او د ولسوالۍ مرکز بلې سیمې ته انتقال شوی.
همداشان د فاریاب شیرینتګاب ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د ولسي جرګې یوې غړې شفیقې سخا یولچي ویلي:«د میمنې ښار او د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سقوط احتمال هم شته. نو اړتیا ده، چې هوایي ځواکونه ګام واخلي.»
هلمند کې هم جګړې دي او نن طالبانو د نهرسراج ولسوالۍ پر ځینو سیمو ولکه ټینګه کړې وه، چې بېرته افغان ځواکونو دغه سیمې بېرته ونیولې.
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاء الله افغان ویلي:«امنیتي ځواکونه د ګرشک ولسوالۍ له مرکز وتلي خو له ښهمرغه دولتي ځواکونو بېرته سیمې ولکه کړې.»
په ورته وخت کې سرچینې وایي، په میدانوردګ او فراه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه نښتو کې ۱۰ تنه دولتي سرتېري وژل شوي او ځینې هم ځکه طالبانو ته تسلیم شوي، چې مرسته ور ونه رسېده.
د ملي دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي ویلي:«په ځینو سیمو کې چې زموږ ځواکونه لنډې مودې لپاره راوتلي، په ځینو دغو سیمو کې زموږ عملیات روان دي او د پرمختګ په حال کې دي.»
د دفاع وزارت د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ کې، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي. خو طالبان ادعا کوي، چې افغان ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې.
په دې اړه مو اندونه