د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به، طالبان د جمهوریت لوري سره سیاسي توافق ته زړه ښه نه کړي.
عبدالله عبدالله چې ترکیه کې یې د “انتالیا ډېپلوماسۍ”غونډه کې خبرې کولې ویې ویل، داسې نښې شته چې طالبان به له افغانستانه د بهرنیانو تر خروج وروسته، پر پوځي لارو ټینګار وکړي.
ښاغلي عبدالله ویلي:«خبره داده چې دا به عواقب ولري او طالبانو سره به خبرې اغېزمنې کړي. کېدای شي ځینې طالبان فکر وکړي چې د بهرنیانو وتلو سره دوی کولی شي له پوځي لارې استفاده وکړي. چې داسې وي نو بیا هغوی ولې جدي مذاکرات وکړي؟»
ښاغلي عبدالله ګاونډیانو ته په اشاره ویلي چې د افغانستان کورنیو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي او کابل سره دې په دایمي ټیکاو کې همکاري وکړي.