Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان ځواکونو د تخار د خلکو ننګه

د تخار ولایت ځینو قومي مشرانو نن (یکشنبه د غبرګولي په ۳۰ مه) کابل کې یوه غونډه کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ لپاره یې یوه ولسي ډله تخار ته استولې ده.

دوی وایي، طالبان چې جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، نو دې سره ولسي ملاتړ نه‌شي خپلولی.

د تخار ولایت یوه قومي مشر محب‌الله نوري ویلي:«که هغه ولسوالۍ چې له لاسه وتلې دي، د تسلیمۍ، تېښتې او بېرته نیولو په مانا هم وي. د تخار خلک... د تخار ټول خلک راټول شوي، چې په هر قیمت چې وي، د تخار او د مقاومت د دې خاورې ساتنه وکړي.»

ولسي جرګه کې د تخار د خلکو یوه استازي شرف‌الدین عیني ویلي:«لازمه همغږي شوې، هم سیمه کې له خلکو او مشرانو سره او سیمه‌ییزو قوماندانانو سره، دلته وکیلانو سره هم. د وکیلانو یوه ډله تخار ته روانه شوې. د دې لپاره تللي، چې ولس له امنیتي ځواکونو سره یوځای کړي.»

د تخار د اوسېدونکو په وینا، طالبان تاوتریخوالي او زور سره نه‌شي کولی پر خلکو خپل واک وچلوي.

د هېواد شمال ختیځ کې پروت تخار یو له هغو ولایتونو دی، چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغلته ځینې ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

له افغان ځواکونو د تخار د خلکو ننګه

وروسته له هغې چې په وروستیو څو اوونیو کې تخار کې طالبانو ځینې ولسوالۍ لاندې کړې، اوس په تخار کې قومي مشران راټول شوي، چې دغه ولسوالۍ‌ګانې هم بېرته راوګرځوي او د تخار د امنیت لپاره فکر هم وکړي.

شریک یي کړئ