Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا برادر: د سولې مذاکراتو نتیجې لپاره دې د دوحې سند عملي شي

 د طالبانو مرستیال او د دې ډلې د قطر سیاسي دفتر مسوول ملا عبدالغني برادر وایي، د دې لپاره چې د سولې مذاکرات نتیجې ته ورسېږي، نو د دوحې توافق‌لیک باید عملي شي.

ملا برادر په یوه لیکنه کې، د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ، د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو د حقونو په ساتنه ټینګار کړی او ويلي یې دي، چې طالبان یو رښتینی اسلامي نظام غواړي.

د ملا برادر د لیکنې یوه برخه کې راغلي، چې:«واقعي اسلامي نظام، د افغانانو د ټولو ستونزو حل لار او یوازینۍ غوښتنه ده، چې ټول خلک یې په یو اواز مطرح کوي او هېڅ اختلاف پرې نه‌شته. داسې قوي اسلامي نظام چې هم افغانستان له یرغل او د بهرنیانو له لاسوهنو خلاص کړي او هم نړۍ ډاډه کړي چې افغانستان به کرار وي.»

په همدې حال کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طلوع‌نیوز سره مرکه کې ویلي، چې طالبان تراوسه د اسلامي نظام په هکله مشخص تعریف نه‌لري او د حکمتیار په وینا، تراوسه نه‌ده معلومه چې دغه ډله ټاکنې مني که نه. حکمتیار ویلي:«له بده‌مرغه تر دې شېبې، طالبان نه‌دي توانېدلي چې د راتلونکي حکومت څرګند تعریف او تعبیر وکړي، داسې چې څرنګه نظام وي، څرنګه زعیم وي او د زعیم لپاره ټاکنو کې د خلکو رول څرنګه وي؟.»

د طالبانو مرستیال ملا برادر ویلي، چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، دا ډله د ښځو او لږکیو د حقونو، د نړۍوالو بنسټونو کارکوونکو او بهرنیو ډېپلوماټانو ته ډاډ ورکوي.

ملا برادر لیکلي:«راتلونکې افغانستان کې، د اسلام مبارک دین او د افغانې ټولنې د ټولو منل شویو دودونو پر بنسټ، موږ د هېواد ټولو نارینه او ښځینه وګړو حقونو: مثلاً، د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او داسې نورو ته ځانونه ژمن ګڼو. ځکه چې زموږ ټولنه یوه واقعي اسلامي ټولنه ده. د ښځو د تعلیم او کار لپاره مناسب چاپېریال او اسانتاوې برابرېږي، چې هغوی وکړای شي خپلې چارې په پوره ډاډ مخې ته یوسي.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د مرستیال دغه خبرې دوکه ګڼي.

د ولسمشر مرستیال ویاند محمد امیري ویلي:«هغوی په خبرو کې رښتيني نه‌دي، یوازې غواړي د افغانستان خلکو ته دوکه ورکړي.»

له دې ټولو سره طلوع‌نیوز ته استولې یوه مقاله کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، طالبان او افغان حکومت تورن کړي چې د سولې مذاکراتو لپاره طرحه نه‌لري او زیاته کړې یې ده، چې دوحه کې به د سولې د مذاکراتو بریالیتوب ممکن نه وي:«د دوحې مذاکرات باید هم د پلاوي له اړخه او هم د ځای له اړخه تغییر شي. باید دا مذاکرات یوه بل وړ ځای ته ولېږدول شي.»

دوحه کې د افغان سولې خبرې داسې مهال ټکنۍ دي، چې تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شاوخوا ۲۴ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

شریک یي کړئ