Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

د کندهار پولیسو نن (چهارشنبه د چنګاښ په دویمه) ویلي، چې پرون ماښام میوند ولسوالۍ کې د ملکیانو په سپرلۍ موټر چاودنه شوې.

د کندهار د پولیسو په وینا دې پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د کندهار چارواکو په وینا، پېښه د کابل - کندهار لویې لارې اوږدو کې د کندهار میوند ولسوالۍ اړوندو کې شوې ده.

چارواکي وایي د سپرلۍ دا موټر له کابله هلمند ته روان وو.

د پېښې ټپیان د کندهار روغتون ته رسول شوي دي.

د طالبانو په ګډون کومې ډلې تر اوسه د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دوه ورځې وړاندې د کندهار میوند ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

شریک یي کړئ