Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو د اتو نورو ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړه

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو دوام سره، تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو په پکتیا، زابل، بغلان او بدخشان کې د اتو ولسوالیو مرکزونه لاندې کړي دي.

پکتیا کې د ډنډپټان، سیدکرم، احمد اباد، روحاني بابا او جاني‌خېلو ولسوالۍ‌ګانې، په زابل کې شملزیو ولسوالۍ، په بغلان کې د خنجان او په بدخشان کې د خاش ولسوالۍ مرکزونه د طالبانو کنټرول کې شوي دي.

رسنیو ته رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې امنیتي ځواکونه د زابل له شملزیو ولسوالۍ وتلي.

دې تصویرونو کې دا هم ښکاري، چې له دغو ځواکونو زیات یې په کوچینو باروړونکو موټرو کې سپاره دي او طالبان هم د دوی د وتلو هرکلی کوي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او سټراتیژۍ معین نقیب الله فایق چې اوس اوس، پر دنده ګومارل شوی، د طالبانو دا پرمختګ لنډمهالی بولي او وایي چې امنیتي ځواکونه به ډېر ژر هغه سیمې بېرته خپل کنټرول کې کړي چې دې وروستیو
کې یې له لاسه وتلې دي.

ښاغلي فایق ویلي:«سملاسي یوه میاشت کې څرنګه قوي شول، چې راشي د مزار پر لور حرکت وکړي. فاریاب ته روان شي، تخار ته روان شي دا د تبلیغ یو څه دي. لنډمهالي یو څه دي. ان طالبان خپله هم باور نه‌لري چې دغو سیمو ته رسېدلي.»

طالبانو د شېرخان بندر تصویرونه هم خپاره کړي، چې ښکاري دغه بندر ته هم رسېدلي دي.

ځینو تاجکستانۍ رسنیو هم ویلي، چې د طالبانو تر بریدونو وروسته، شېرخان بندر کې مېشت ۱۳۰ تاجکستاني سرتېري هم، تاجکستان ته اوښتي دي.

بل خوا امنیتي ځواکونو د کندوز علي‌اباد ولسوالي بېرته خپل کنټرول کې کړه او دغلته د نورو سیمو د بېرته کنټرولولو خبره هم شوې.

د علي‌اباد ولسوال محمد هیکل وویل:«په زړورتیا او مقاومت سره زموږ ځواکونه وتوانېدل، چې ولسوالي بېرته ونیسي. انشالله تاسې ته ډاډ درکوو، چې دوښمن نور نه‌شي کولی، د علي‌اباد ولسوالي ونیسي.»

تېره یوه شپه او ورځ کې، د طالبان لاس ته د بدخشان د خاش ولسوالۍ د لوېدو خبر هم رارسېدلی دی.

بل لوري، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې یوه پوسته په نښه او خپل کنټرول کې راوستې ده او پر یوه بله پوسته د دواړو غاړو جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ