Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوو ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي

تېره یوه شپه او ورځ کې چې، د اوو ولسوالیو مرکزونه طالبانو لاندې کړل، په دې سره، په تېرو دوو میاشتو کې د ټولو هغو ولسوالیو شمېر له ۸۰ واوښت، چې مرکزونه یې طالبانو ولکه کړي دي.

سرچینې وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې د اوو نورو ولسوالیو مرکزونه طالبانو خپل کنټرول کې راوستي دي.

فاریاب کې قرمقول، ګرزیوان او بل‌چراغ ولسوالۍ‌ګانې، په اروزګان کې چهارچینو، په بغلان کې تاله‌وبرفک، په لوګر کې ازره او په غزني کې قره‌باغ هغه اووه ولسوالۍ دي چې امنیتي ځواکونه ترې وتلي او مرکزونه یې طالبانو لاندې کړې دي.

سرچینې وایي، له دغو ولسوالیو په هرې یوې کې تر ۳۰۰ سرتېر وو چې له نښتې پرته یې د ولسوالیو مرکزونه پرېښې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي عبدالاحد ایلبیک ویلي:«»په ګرزیوان ولسوالۍ کې ځکه امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ ووتل چې مرکز سره د مخابرې اړیکه پرې شوې وه.»

په دې هکله ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو یوه استازي حشمت‌الله ارمان ویلي:«له مرکزي حکومته مو غوښتنه داده، چې د له لاسه وتلو سیمو راګرځولو ته دې فکر وکړي.»

بل‌خوا د طلوع‌نیوز خبریال شریف امیري چې د بغلان مرکز پلخمري ته تللی وایي، طالبانو د پلخمري ښار دویمه امنیتي حوزه نیولې او د ښار شاوخوا کې خواره شوي.

ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو ځینې استازي بیا وایي، چې که مرستندوی ځواکونه پلخمري ته و نه رسېږي، طالبان به دغه ښار ونیسي.

د ولسي جرګې غړي اسدالله شهباز وویل:«په اوسني حکومت کې هغه سرتېري مکافات نه‌شول چې خوارۍ یې کړي او قرباني یې ورکړې. له بده‌مرغه هغه کسان چې په دفترونو کې ناست دي، سرتېري یې و نه هڅول.»

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یوه استازي عارف رحماني بیا ویلي:«حکومت فکر کاوه، چې طالبان هڅه کوي اته مهم ولایتونه ونیسي، خو هغوی د تکیک بدلولو سره پر ۲۰۰ سیمو بریدونه وکړل چې ولسوالۍ او پوستې په‌‌کې راځي.»

شریک یي کړئ